پښــــتو ادب

زېری

بیــا د وصــال خــبـرې کــــیـږي وايي رڼــا راځــــي
ځکـه پـه شـونـډومـې نـــرۍ نـرۍ خـنـدا راځــــی
قـاصـد پـه نیـمـه شپـه کې وکړی نا اشنا خـــبرې
ښـه پـه مـزه مـزه یـي و وېـل چې  اشنـا راځـــي

دکائنــاتــو ربــه ستـــا پــر کــرم شــک حـرام دی
زمـا پـه دا خـپل قسـمت شکـونـه لـه پخـوا راځــي
دا مې قـاصد دی لیـونـی کـه زه لـه خـوبـه یـمـه
کـه پـه ژونـدون کـې تحـول مـې پـه رښتیـا راځــي
مـــا چـې ویـل دا سـږنـی کال بـــه خـیـبر نــومــوم
دا مــې آثـــار د نـیـــکــــفـالـۍ کـــه د دعـــا راځــي
سر پـه سجـده شه (مستغني) رب تـه تـوبي وکاږه
زنــدان مــات شــوی دی یــوســف لـکـــه رڼــا راځــي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x