افغانستان

د سولې عالي شورا: د طالبانو ځواب ته په تمه یو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): د سولې عالي شورا مسوولین وايي، د طالبانو رسمي ځواب ته په تمه دي او دوی هیله لري، چې طالبان به د افغان حکومت وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووايي.

د یادې شورا مرستیال حاجي دین محمد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، طالبانو له دې وړاندې له افغان حکومت سره هر ډول خبرې رد کړې وې او د کابل پروسې په دویمه ناسته کې هم د بهرنیانو د وتلو او یاد یوې نېټې په اړه خبرې ونه شوې؛ خو دوی تمه لري چې طالبان به دا ځل له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

ده وویل، طالبان دې خپلې ټولنې غوښتنې وړاندې کړي او د سولې عالي شورا او افغان حکومت به یې په وړاندیزونو او غوښتنو غور وکړي.

د طالبانو د کابل د وروستۍ ناستې په اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې د افغان حکومت وړاندیزونو ته منفي او یا مثبت ځواب ویلی دی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د نړۍ د ۲۵ هېوادونو استازو د کابل پروسې په دویمه ناسته کې برخه واخیسته، چې ولسمشر غني د طالبانو د هر شرط منلو ډاډ ورکړ.

طالبانو له دې وړاندې د بهرنیانو وتل یا نړیوال تظمین، د اسلامي نظام قایمول او د اساسي قانون د تعدیل غوښتنه کړې وه؛ خو د کابل پروسې په دویمه ناسته کې د بهرنیانو د وتلو په اړه هېڅ خبرې ونه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه دین محمد غلام ته د طالبانو په نمایندګی وایم ښه ده مونږ د کابل د غلامی اداری سره د روغی جوړی خپری کوو لمړی شرط مو دا دی چه د کابل اداره دی په بادارانو د خپلو وتلو مهال ویش ومنی او د ملګرو ملتو او ، اسلامی هیوادو، روس جین ، هند سعودی ، ایران او پاکستان او نورو په تضمین دی رسمی اعلان وکړی او سمدلاسه دی یو زیات شمیر عسکر ایستل پیل کړی . دخالیګاه د ډکولو د پاره دی د طالبانو په خوښه هیوادو څخه دریمګړی قوه د اتش بس د ساتلو د پاره راوستل… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

جواب نامه محرمانه امریکا شکست خورده و غلامک های ناقص العقل های اداره دست نشانده پیشازان صلیبی ها را طلبان درعملیات سرنوشت ساز بهاری (آزادی یا شهادت) ان شاء الله خواهند داد!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x