
ټاکنو کمېسیون: په تېرو دوو میاشتو کې له ولسمشر سره د ناستې موکه نه ده راکړل شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون په حکومت تور پورې کوي، چې راتلونکې ټاکنې ورته لومړیتوب نه لري او نه د ټاکنو د ترسره کولو په اړه ډاډ ورکوي.
د دغه کمېسیون عملیاتي مرستیال وسیمه بادغیسي وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې له ولسمشر غني سره وګوري او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په اړه ورسره خبرې وکړي او یوې پرېکړې ته ورسېږي؛ خو په ارګ کې ځینې کړۍ د دغې ناستې مخالفت کوي او د ټاکنو کمېسیون غړیو ته د ناستې موکه نه برابروي.
اغلې بادغیسي حکومت ته وړاندیز وکړ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې پر خپل وخت ترسره کړي او په بېلابېلو پلمو دې ټاکنې نه ځنډوي.
د دې په خبره، د رایه ورکوونکیو د نوملړ لپاره یې ۳۴زره لنډمهاله ګومارنې کارونه پیل شوي او د راتلونکې غبرګولي په میاشت کې به بشپړ شي.
خو د ټاکنو لپاره د بودیجې نشتوالی، ناامني، د برېښنايي پېژندپاڼو پر سر جنجالونه او د حکومت چوپتیا د ټاکنو کمېسیون لپاره د اندېښنې وړ دي.
د ټاکنو کمېسیون د غړیو سربېره د ټاکنو د څار بنسټونه هم اندېښنه ښيي، چې حکومت د راتلونکو ټاکنو لپاره زړه نا زړه دی او کېدای د ولسي جرګې کاري موده د ملي یووالي حکومت ترپایه وغځول شي.
د ولسي جرګې لپاره ټاکنې باید د ۱۳۹۴ل کال په پسرلي کې ترسره شوې وی؛ خو له تېرو دوو کلونو راهیسې د ولسي جرګې کاري موده د نامعلوم لامل له مخې غځول شوې ده.