افغانستان

میدان وردګ: په اکمالاتي کاروان برید درانه تلفات اړولي

طالبان وايي چې ملګر ويې پرون نږدې ټوله ورځ د میدان وردګ ولایت اړوند د سیداباد په مربوطاتو کې په اکمالاتي کاروان بریدونه کړي دي، چې یوولس ټانګر او ټانګونه پکې تخریب او نږدې شپږویشتو ساتونکو او پولیسو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې په قول طالبانو په اکمالاتي کاروان د سیداباد په عزیز کلا، باقرخېلو، شش کلا او هفت اسیاب کې بریدونه کړي دي، چې لومړنی برید د غرمې په یوولس بجې په شش کلا او باقرخېلو کې ونښت چې په پایله کې يې شپږ ټانکر او دوه ټانکونه تخریب  او درې د نظم عامه ټانګونه له منځه تللي دي.
د عزيز کلا برید له د ماسپښین له یوې نیمې تر دریو نیمو بجو پورې اوږد شو، چې په پایله کې يې درې لارۍ او یو ټانکر تخریب، پنځه تنه ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په هفت اسیاب کې هم نږدې یوبه جبه برید شروع شو چې یو ساعت يې دوام وکړ او په پایله کې يې دوه ټانکر سوځېدلي، یو اووه تنه عکسر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
په یاده اوږده جګړه کې پریادو تلفاتو سربېره د اکمالاتي کاروان یوولس ساتونکي مړه او درې نو سخت ژوبل دي.
دا په داسې حال کې دی، چې راتلونکو ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.
د شنونکو په باور دغسې برېدونه به په ټاکنو بې اغېزې نه وي. یاده دې وي چې د کابل ـ کندهار په لویه لاره د سیداباد اړوند سیمو کې نږدې په هر کیلومتر کې د اربکیانو پوستې شته،  چې کومه ګټه يې نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x