افغانستان

ویسا ورځپاڼه: د ملېشو جوړول د ناکامو تجربو تکرار دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې «ویسا» په نننۍ سر مقاله کې د دفاع وزارت له لوري د نویو ملېشو جوړولو ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼه لیکي، د ملي اردو له تشکیلاتو د باندې د ملېشو جوړولو طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ هم تایید کړې، خو په افغانستان کې ملېشه يي ځواک تل ناکام وو او حکومت په لوی لاس دغه ناکامه تجربه بیا تکراروي.

د ورځپاڼې په باور، په نوي ملېشه يي ځواکونو کې هغه کسان هم ورشاملېږي، چې له پوځه ایستل شوي وو؛ خو په ملېشو کې بیا ځای ورکول کېږي. «له بده مرغه دا يوه ناكامه تجربه ده چې افغان ولس يې ترخې خاطرې لري او لا اوس هم د همدې ځواكونو له شره خوندي نه دى.»

ویسا لیکلي، په افغانستان کې د ملېشو جوړولو دود د پخواني شوروي اتحاد له وخته پیل شوی و، چې د څو لسیزو په تېرېدو یې بیا هم کومه مثبته پایله ورنه کړه.

«د ملېشو جوړول پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل پر مهال دود شول، هغه مهال چې افغان-شوروي پوځ د مجاهدينو پر خلاف له ناكاميو سره مخ  شو د يوې فتنې په دود قومي كنډكونه جوړ شول چې وروسته دغه ملېشه ځواكونه د څو لسيزو په اوږدو كې د ولس پر برخليك د يوه ناسور په څېر تپل شوي وو.»

ورځپاڼې د امریکايي جنرال ډیویډ پټریوس پخوانۍ طرحې ته په اشاره لیکلي، چې په ۲۰۱۰ کال اربکیان هم جوړ شول؛ خو اوس د امنیت د ټینګښت پر ځای په سر خوږي بدل شوي.

ویسا لیکي، امریکا او نړیوال متحدین غواړي افغان ځواکونه له بنسټه کمزوري وروزي او د همدې لپاره یې بېلابېلې امنیتي کمپنۍ فعاله کړي دي، چې کله نا کله د بلک واټر خبره هم مطرح کېږي.

«دا چې كله د بلك واټر په څېر د بهرنيو امنيتي كمپنيو خبره مطرح كېږي، كله بيا د محلي ځواكونو او يا وګړنيزو پاڅونوالو په نامه خلك وسله وال كېږي، معنا يې دا ده چې زموږ پوځ او امنيتي ځواكونه له بنسټه بايد كمزوري او ناتوانه وي.»

ورځپاڼې د ملي یووالي حکومت هم ملامت کړی، چې د بهرنیو پروژو د پلي کولو پر وړاندې غږ نه اوچتوي او نه یې مخه نیسي.

ویسا د ملي یووالي حکومت ته د وړاندیز په ډول لیکلي، چې په افغانستان کې ملېشه يي ځواکونه پایله نه ورکوي او که حکومت او نړیوال ملګري یې دغه تجربه سل ځلې تکرار هم کړي بیا هم کومه پایله ونه لري.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په دې وروستیو کې ویلي وو، چې ۳۶زره کسیزه ملېشه يي ځواکونو د جوړولو طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ هم تایید کړې او په نږدې وخت کې به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په دندو وګمارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x