أم سلمة رضی الله تعالی عنها

omsalma1

تاسو پوهیږئ  أم سَلَمَه څوک ده؟! 

د نوموړې  پلار دمخزوم  قبېلې  یو وتلی سردار  او د عربو په وتلو سخيانو کي یو نامتو سخي وو، آن چي ده ته به خلګو«زاد الراکب» وايه؛ ځکه کاروانونه  چي  به  د ده لور ته او یا له ده سره ملګري یوې خواته تلل؛ نوتوښه به یې له ځان سره نه اخیستله.

د دې  خاوند عبدالله بن عبدالاسدرضی الله عنه  وو چي یو له هغو کسانو څخه وو چي تر هرچا لومړی مسلمان شوي  وو،ځکه تر ده وړاندي  یو ابوبکر رضی الله عنه او څونورو د ګوتوپه شمير کسانو اسلام راوړي  وو، د دې نوم «هند» وو؛خو خلګو ورته أم سلمة ویل چي وروسته دا(کنيه) د دې ترنامه  ډیره مشهوره شوه.

ام سلمة له خپل خاوند سره  یو ځای ايمان  راووړ، دا هم  له لمړنیومسلمانو میرمنوڅخه وه،کله چي د أم سلمه او د دې د خاوند د اسلام راوړلو خبره خوره شوه،په قريشو کي شور او زوږ جوړ شو او دوي دواړو ته یې داسي عذابونه ورکول پیل کړل چي ګونګۍ ډبرې یې لړزولې؛ خو دوي ئي نه ضعیف، نه  متردد اونه کاواک کړل، کله چي پردوی عذابونه ډير او سخت شول او رسول الله  ﷺ  ملګروته  حبشې ته دهجرت کول اجازه  ورکړه، دوی دواړه د مهاجرینو په لومړي کتار کي وو.

أم سلمه رضی الله عنها او د دې خاوند دغربت او مسافري هیوادته  ولاړل او ترشا ئي په مکه کي خپل پرتمين او ښکلي کور او ډير ريښيوال  نسب پريښود، د دې په  بدل کي دې دخداې ﷻ رضا غوښتله او نوموړې يوازي د یوه خداي ﷻ اسرې  ته پرته  وه، سره له دې چي أم سلمه او خاوند ته یې د نجاشي حمايت حاصل وو خو بیا یې هم د وحي د راتلو مرکز مکې ته ډيره تلوسه درلوده او د هدايت مصدر رسول الله ﷺ ته ډیرکاواک وو او ددې ميني په اور کي د دې او خاوند سينې سوځل کيدې .

وروسته  د حبشې مهاجرو ته یو په  بل  پسي  داسي خبرونه  ورسیدل چي  په  مکه  کي د  مسلمانانو تعداد زیات  شوی، د حمزة بن عبدالمطلب اوعمربن خطاب رضی الله عنه اسلام د مسلمانانو ملامضبوطه کړې او تر یوه حده یې دقریشو د مظالمو مخه نیولې ده، له دې خبرو سره  سم  یوې ډلي  مهاجرینو مکې ته د بیرته ستنیدو عزم  وکړ، دوی خپلي ميني او ډيرې  تلوسې  را وپارول، أم سلمه رضی الله عنها او خاوند یې دستنیدونکو په اول کتار کي وو.

خو بیرته  ډير  ژر  دا خبره  څرګنده  شوه چي  دوی  ته  کوم  خبرونه  ور وړل شوي وو، هغه هسي  تشې تورې افواهې او بي بنسټه  دعوې  وې، هغه راتګ چي مسلمانانو دحضرت حمزه اوعمر رضی الله عنه له اسلام راوړلو  وروسته مکې ته وکړ، د قريشو له لوري په ډير ستر هجوم او ګواښ سره استقبال شو، مشرکانو دمسلمانانوپه تعذيبولو او ربړولو کي نورهم شدت اختيار کړ او دوی ته یې داسي عذابونه  ورکول پیل کړل چي تردې وړاندي یې نه ليدلي نه کتلي اونه ورسره اشناوو.

په  دې  وخت کي یوځل  بیاحضرت محمد ﷺ خپلو ملګرو ته مدینې ته د هجرت کولو اجازه ورکړه، یوځل بیا أم سلمه او خاوند یې عزم وکړ چي د دین د حفاظت او کفارو له کړاونو څخه دخوندي کیدلو په نیت وغوښتل چي د مهاجرو په اول کتار کي ځانونه منسلک کړي خو داځل دأم سلمه او خاوند هجرت یې هغسي آسان نه  وو لکه دوی چي فکر کړی وو بلکي تريخ، سخت  او شاته یې دومره کړاونه  درلودل چي  بل هرکړ او ورته هيڅ وو.

نور موږ خبره أم سلمه  ته  پريږدو ترڅودا د خپل کړاو کیسه راته وکړي ځکه د دې شعور په دې کي ډيرعميق او زیات دی او همداراز د دې انځورونه به ډيره بليغه او دقيقه وي.

أم سلمه رضی الله عنها وايي : کله چي ابوسلمه  مدینې ته  د تللو نیت وکړ نویې ماته یو اوښ تیار کړ زه  یې پرې سپره کړم، زما ماشوم«سلمة» زما په غيږ کي وه، نوموړی روان شو زموږ اوښ یې کشاوه اوبل یې هيڅ شئ ته توجه اونظر نه وو، تر دې وړاندي چي موږ له مکې څخه بیل شو زما دقوم «بني مخزوم» څوکسان مو وليدل، زموږ لورته راغلل،أبوسلمه ته یې وویل : ته که څه هم دخپل ځان په اړه پرموږغالب یې، راستنولی دي نه شو؛نودا میرمن دي څنګه ده؟ دا خو زموږ  د قوم  لور ده  موږ به  دي ولي  پریږدو چي ته دا بیا یې اوپه  پردي  هیواد کي یې ګرځوې؟! وروسته یې لاس  ور  واچاوه او زه یې ورڅخه راستنه کړم .

کله چي  زما  د خاوند قوم«بنوالاسد» دوی  وليدل چي  زه  او زما کوچنی  یې له  ده څخه راستانه کړو ډير خواشیني شول او ويې ویل : تاسو خپله ميرمن زموږ له سړي څخه ستنه کړه، والله که موږ هم خپل ماشوم ستاسو له میرمني سره   پريږدو!  هغه زموږ بچی اوموږ پرې حقدار یو، دوی  یو له بله زما په وړاندي زما زوی«سلمه» سره کشاوه آن چي لاس یې ور وکيښ او وروسته یې ورڅخه يووړ، په یو څو لحظوکي زه یوازي او حيرانه دریانه پاتي شوم، خاوند مي دخپل دين اوځان دخوندي ساتلوپه نیت مدينې منورې ته ولاړ! بچی مي کنډکپر بنو عبدالاسد په  زور راڅخه يوووړ او پرما مي خپل قوم بنو مخزوم غالب شول او له ځان سره یې وساتلم، زما،خاوند او بچی ترمينځ په یوه ساعت کي بیلتون سره راغلی.

له دې  ويرلړلې ورځې  وروسته  به زه هر سهار ابطح ته ورتلم او پرهغه ځای به  کښيناستم چي زما د ويرلړلي ساعت شاهدوو او دهغو لحظو ویر او یادبه مي کاوه چي زما، زوی  او خاوند تر منځ بیلتون پکښي راغلی وو او ترهغو به مي ژړل چي د شپې به مي خپله خيمه وغوړوله، په دې حال کي زه یوڅه دپاسه یو کال پاتي شوم چي بالاخره زما د تربرو له جملې څخه يوکس يوه ورځ راباندي راغلي زماپرحال یې زړه وسوځيد او رحم يې راباندي راغی زماقوم ته یې وویل: تاسو ولي دا مسکينه نه خلاصوئ؟!! د دې، خاوند او زوی ترمنځ مو بيلتون راوستی، په ډيرو زاريو سره یې د دوی زړونه نرم او احساسات یې راوپارول چي په نتیجه کي يې ماته  وویل : که  دي  زړه  وي  په خپل  خاوند پسي ولاړه شه، خوزه به څرنګه په خاوند پسي مدينې ته تللې  وای چي زما بچی او دسینې ټوټه  په مکه کي له بنی عبدالاسد سره پاته وای؟!  دابه څنګه ممکن وو چي زما سلګۍ او اوښکي دي  دريدلي  وای  زه  دي دهجرت په مېنه مدېنه کي وای او زماکوچنی  زوی  دی په  داسي حال کي په مکه کي وای چي ماته یې هیڅ درک  نه  وای؟!! ځینو خلګو زما وير او  بده ورځ وليده  زړونه یې زما پرحال ورحمیدل له بنوعبدالاسد سره یې زما په اړه خبري وکړې د دوی مهرباني یې زمالورته راجلب کړه او هغوی مي زوی«سلمه» راکړ.

زما خوښه نه  وه چي نوره  په مکه کي پاته شم او د هغه چاپه انتظار واوسم چي مدینې ته سفر ورسره وکړم ځکه له ماسره دا ویره  وه چي بیابه داسي څه پيښ شي چي ګمان یې نه کیږي اوبیابه مي له خاوند سره دپيوستون په مخ کي يو خنډ جوړشي، نوځکه مي په بیړه خپل اوښ تیار کړ، بچی مي په غيږ کي راواخست دمدینې په لوري دخاوند په لټه په داسي حال کي روانه شوم چي دخدای ﷻ له مخلوقه هیڅوک راسره مل نه وو، خو کله چي تنعيم ته ورسیدم هلته له عثمان بن طلحة سره مخامخ شوم هغه راته وویل : ای د«زاد الراکب» لوري چیري دي مخه کړې؟!! ما ورته وویل : مدينې ته خاوند ته  مي ځم.

عثمان:  آیابل څوک درسره نه شته؟!

أم سلمه : نه، والله یو خدای ﷻ او دوهم مي همدا زوی راسره  دی.

عثمان : والله که دي هيڅکله  یوازي  پريږدم  چي مدينې ته ولاړه شې ورپسې  یې زما داوښ مهار ونيو او روان یې کړ!  والله که په عربو کي ترده له معزز او شریف سړي سره هيڅ وخت مخامخ شوې یم چي کله به یو تم ځای ته ورسیدو اوښ به يې « خې» کړ او بیابه له ماتیرشو زه به له اوښ څخه  راکوزه شوم او پرمځکه به کښينستم بیابه دی  ور وړاندي شو«کته» به یې ورڅخه راکوزه کړه یوې وني ته به یې بوتلی او پوري وبه یې تړی، وروسته به له ماليري تر یوې بلي وني لاندي پريوت، چي کله به دکوچيدلو وخت شو بیابه زما اوښ ته ورغلی هغه به یې تیار کړ ماته به یې راوست بیابه شاته شو او وبه یې ویل : سپره شه! چي کله به زه سپره شوم او پراوښ به مي ځان برابر کړ، ده به تر مهار ونیو  اوکش به یې کړ.

نوموړي له ماسره هر وخت همداسي معامله کوله آن چي مدینې منورې ته راورسیدو.

نوموړی  چي کله په قباء کي یو کلي ته «چي دبنوعمرو بن عوف کلی و» وکتل ويې ویل : ستا خاوند په همدې کلي کي اوسیږي ته همدلته د خدای ﷻ په برکت ور داخله شه له دې سره نوموړی بیرته مکې ته راڅخه ستون شو.

له اوږده  فراق وروسته زموږ بدحال بیرته په پيوستون بدل شو او د أم سلمة رضی الله عنه سترګي دخپل خاوند په لیدو سړې شوې ، أبوسلمه دخپل بچي او میرمنې په لیدو بیرته نیک بخت شو!! له دې وروسته پيښي ډيري ګړندۍ یو په بل پسي لکه دسترګو رپیدل تیرېدې.

هغه وو بدر ته أبو سلمه رضی الله عنه حاضر شو اود نورو مسلمانانو ترڅنګ  نوموړی هم له  بدره  په  داسي حال کي راستون شو چي غوڅ او رغنده بری یې په برخه شوی وو، په هغه پسي دأُحد پيښه منځ ته راغله له بدره وروسته د هغې تل ته ورننوت او ډير ښه امتحان یې ورکړ، خوله بده مرغه په داسي حال کي دجګړې له ډګرڅخه راووت چي ډیر ژور زخمونه یې خوړلي وو، ده خپلي درملنې ته په دوامي ډول  دوام ورکړ ، آن چي دایې  باور  شو چي نور نو زخمونه ټکور شول خو زخمونه دننه فاسدشوي وو، ډير وخت لانه وو تیرشوی چي زخم یې بیرته خوله وکړه او أبوسلمه رضی الله عنها یې دفراش خاوند کړ.

کله چي أبو سلمه رضی الله عنه دوهم ځل دټپ علاج کاوه خپلي میرمنې ته یې وویل : ای      أم سلمه! رضی الله عنها! ماله رسول الله ﷺ څخه اوریدلي چي ویل یې: هرچاته چي مصيبت ورسیږي او په دغه وخت کي « اناالله وانااليه راجعون»ووايي او داسي ووايي : ای خدایه!ﷻ  زه دخپل مصيبت په اړه تاته احتساب کوم، ای څښتنه ته ماته تردې غوره څه راکړې، خامخابه لوی خدای ﷻ  د ده غوښتنه قبوله کړي .

څوشپې أبو سلمه  رضی الله عنه پرخپله بستره پريوت، یو سهار رسول الله ﷺ د ده عیادت ته راغلی ترڅویې پوښتنه  وکړي له پوښتني  وروسته نبي کريم ﷺ د ده د کور تر دروازې لاتیرشوی نه  وو چي أبو سلمه رضی الله عنه له ژوند سره مخه ښه وکړه، نبي کريم ﷺ په خپلو مبارکو لاسو د ده سترګي  ورپټي کړې او د آسمان لورته یې وکتل او ویې ویل : ای خدایه ﷻ أبوسلمه ته بخښنه وکړې اوپه مقربو انسانانوکي د ده درجه پورته کړې او د ده دپسماندګانو لپاره ته خليفه شې؛موږ او ده ته بخښنه وکړې.

ای خدایه! قبر ورته پراخ او نوراني وګرځوې .

أم سلمة رضی الله عنها ته هم هغه روایت ور په  یاد شو چي أبو سلمه د رسول الله   ﷺ څخه ورته نقل کړی وو؛ نو یې وویل : ای خدایه! د خپل دې مصیبت اجر له تاغواړم،دې  دانه خوښوله چي ووايي: «ای خدایه! موږ ته تر ده غوره خليفه راکړې«ځکه دې له ځان سره دا ویل چي څوک کیداي شي تر أبوسلمه رضی الله عنه غوره وي؟! خو بیایې هم دوعا پوره کړه.

مسلمانان د أم سلمه په غم دومره غمجن شول چي دبل هيچا په مصيبت  دومره  نه  وو غمجن شوی او پردې  یې« دعربو دکونډې» نوم کيښود، ځکه په ټوله مدینه کې د دې څوک خپل خپلوان نه وو پرته له هغه یوه زوی څخه چي هغه هم داسي وو لکه د«تتوی» بې بڼو او سورلپړ چيچی.

مهاجرین او انصار ټول  د أم سلمه رضی الله عنها  په هغه حق خبر شول چي پر دوی یې درلود کله چي دنوموړې دعدې او حد ورځي پای ته ورسیدې حضرت ابوبکر رضی الله عنه ورته راغلی او دځان لپاره یې دنکاح غوښتنه ورڅخه وکړه خو دې د ده له غوښتنې څخه انکار وکړ، ورپسې حضرت عمر رضی الله عنه ورته راغی، هغه یې هم د ده دملګري په ډول ځواب کړ، په ده پسي رسول الله ﷺ ورته راغلی دې ورته وویل : ای رسول الله    ﷺ!  زه درې خصلته لرم : زه ډيره غیرتي ښځه یم له ماسره دا ویره ده چي داسي څه به راڅخه وویني چي تاته به قهر او غصه درولي لوی خدای ﷻ به دهغه له امله پرماعذاب نازل کړي،بل داچي زه یوه داسي میرمن یم چي وخت راباندي تیرشوی، بل داچي دعیال خاونده یم.

حضرت محمد ﷺ ورته وویل : کومه خبره چي تادغیرت په اړه وکړه زه به له خدای ﷻ څخه وغواړم چي قهر او غیرت درڅخه زائل شي، کومه خبره چي تاد تیرعمر په اړه وکړه نوماته هم هغه څه رسیدلي کوم چي تاته رسیدلي، پاته شوه ستادعیال خبره، ستاعیال زما عیال دی، وروسته رسول الله     ﷺ له أم سلمه رضی الله عنها سره واده وکړ او خدای ﷻ یې دعا قبوله  کړه او تر أبوسلمه  یې نیک خلف ورکړ، له دې وروسته دمخزوم دقبيلې«هند» یوازي دسلمه مورنه بلکي دټولو مؤمنانو مور وګرځیده، لوی خدای ﷻ دي دأم سلمه رضی الله عنها مخ په جنت کي تازه وګرځوي او دی  دي  ورڅخه راضي او دادي هم له ځانه راضي کړي.آمين

له (صورمن حياة الصحابه) نومي کتاب څخه

 را أخيستنه : مولوي ميرزامحمد شکيب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.