افغانستان

غزنی: په اندړو کې بمباري اتلس تنه عام وګړي له منځه وړي

د غزني ولایت د اندړو ولسوالي د علیزو په کلي کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ نښته شوې ده. اربکیانو او بهرنیو ځواکونو له جګړې وروسته سیمه بمبار کړي، چې د وه کورونه او یو جومات پکې له منځه تللی.

له سیمې نه یوتن د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل، چې جګړه پرون د علیزو په کلي کې د اربکیانو له چاپې پیل شوه.
په یاده سیمه کې اربکیانو د بهرنیو عسکرو او سپېشل فورس په ملتیا په طالبانو چاپه وهله، چې په لاره کې د طالبانو له کمین سره مخ شول او درانه تلفات وراوښتي دي.
د سرچينې په قول په پرونۍ جګړه کې څلور اربکیان، اته سپېشل فورس او دوه بهرني عسکر وژل شوي دي.او څلور تنه طالبان ټپیان دي.
د سیمې د اوسېدونکو په قول له جګړې وروسته نږدې ماښام بهرنیو ځواکونو په یو جومات بمباري وکړه ، چې په څنګ کې يې دوه کورونه هم پوره له منځه تللي دي.او نږدې اتلس تنه پکې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې د اندړو اوسېدونکي د اربکیانو اوسپېشل فورس له شکایاتو تر ولایته تللي، خو مثبته پايله يې نه ده ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x