
خوست: کمپاین ځواکونو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د کمپاین ځواکونو د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي او د یادې کورنۍ دوه غړي یې له ځانونو سره وړي دي.
ځايي خلکو رسنیو ته ویلي، تېره شپه د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د «ځنیخېلو زېړۍ خولې» په کلي کې د کمپاین ځواکونو په یوه کور چاپه اچولې، چې د دوو ښځو په ګډون یې دوه نارینه ووژل او دوه تنه یې ژوندي بوتلل.
د دوی په خبره، د کمپاین ځواکونو د یوې هینو ډوله موټر تر څنګ کور ته اور ورته کړ.
په روانه میاشت کې دا څوم ځل دی، چې د کمپاین ځواکونه د عامو خلکو په کورونو چاپې اچوي او ملکي خلک وژني.
تېره میاشت د کمپاین ځواکونو په خوست کې د یوې کورنۍ اووه غړي هم وژلي وو.
کمپاین یا ضربتي ځواکونه په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې هغه عسکر دي، چې د امریکايي ځواکونو له لوري یې لګښت ورکول کېږي او د هماغوی په قومنده ملکي وګړي وژني.
د نادرشاه کوټ ولسوالۍ ځايي خلکو د وژل شویو مړي نن د خوست ولایت مقام ته د اعتراض په ډول وړي دي.