
د هجر ماښام / نظام کندهاری
شاعر: نظام کندهاری
د خوږې مينې مازديګر مې څه شو؟
د تاندو هيلو زيړۍ لمر مې څه شو؟
اوس به د کوم پير لاس نيوی کومه؟
د عشق مُرشد د عشق رهبر مې څه شو؟
شپه پسې بل ماښام د هجر راشي
هغه د وصل سپين سحر مې څه شو؟
ژوند مې تيريږي د سلګو روژه کې
لا خبر نه يم چې اختر مې څه شو؟
ورته غوږ غوږ يم چې به کله واورم ؟
څه شو آذان ، بلال ، ممبر مې څه شو؟
د بيلتون غشو مې سينه کړه زخمي
علاج د درد او د پرهر مې څه شو؟
نظام يې لارې د راتلو څارمه
کله به راشي د زړه سر مې څه شو؟