نړۍ

د اسلامي نړۍ ستر مفکر دکتور منير الغضبان وفات شو

نن ټکی اسيا: د اسلامي دعوت او علم ځليدونکی ستوری ستر اسلامي مفکر الشيخ منير الغضبان پرون يکشنبه سعودي عربستان د مدينې منورې ښار کې د ۷۲ کالو په عمر له دې نيمګړې نړۍ سترګې پټې کړې.

دکتور منير الغضبان ۱۹۴۲م کال کې د سوريې “التل” ښار کې زيږيدلی و. ماستري او دکتورا يې په عربي ادبياتو کې اخيستې وه، مګر د ژوند ټول کار و زيار يې سيرت په خدمت کې و.
دکتور الغضبان رحمه الله ۲۰۰۰م کال کې د برونايي د سلطان د سيرت نړيوال جايزه هم تر لاسه کړې وه.

ارواښاد منير الغضبان د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په سيرت کې ګڼ شمېر علمي کتابونه ليکلي، چې ډېرو پوهنتونو او معاهدو کې تدريسيږي.

دکتور منير الغضبان سوريه کې د اخوان المسلمين پخوانی مرشد او عمومي منشي هم پاتې شوی و.

شيخ منير لسګونو ديني، فکري او تربوي کتابونه ليکلي، چې د علم تږيو لپاره د ژوند په ډېرو ډګرونو کې د ژوند د لارې مشالونه دي.
د اروښاد د تاليفاتو څخه:

المنهج الحرکي للسيرة النبوية
التربية الجهادية
التربية القيادية
التربية الجماعية
التربية السياسية
فقه السيرة او داسې نور.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x