افغانستان

غزني کې د اربکيانو پر ضد روان لاریون دوهمې ورځې ته غځېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د غزني په قره باغ کې د هزاره اربکیانو له لوري د دریو تنو د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون دویمې ورځې ته وغځيد.

دغه لاریون کوونکي چې د غزني ښار کې را ټول شوي د کابل – کندهار لویه لاره يې د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

دوی پر حکومت غږ کړی چې د شهیدانو پوښتنه دې وشي، دوه تنه يې چې ژوندي تښتول شوي دي باید ژر تر ژره راخوشي شي.

د قره باغ ولسوالۍ د شیر اباد کلي اوسېدونکي وايي چې د نیختي کلي اوسېدونکو هزاره ګانو د خپلو اربکیانو په مرسته چې دولتي موټرې ورسره وي، د ابراهیم په نوم د یوتن پر کور برید ورکړ، یو ماشوم، یو ځوان او یوه مېرمنه يې ووژل، دوه يې ټپیان کړل او دوه نور يې ژوندي له ځان سره یووړل.

سلګونو تنو د کابل – کندهار پر لویه لاره د تحصن خېمه هم وهلې او ګواښ يې کړی چې که يې غږ وانه ورېدل شي دوام به ورکړي.ghazni-arbak2

د امین ابراهیمزوی په نامه یو تن مدني فعال د هزاره اربکیانو اړوند لیکي چې ولایتي شورا وکیلانو يې جګړې ته لا هڅولي دي: « د غزني په یو جومات کې د نیختي سره د همدردۍ غونډه وه د ولایتي شورا وکیلانو خپلو خلګو ته وویل چې چاته عذر زارۍ مه کوئ موږ سلاح درکوو او تاسو لس شل نفره ووژنئ.»

د غزني ولایت د والي وياند عارف نوري هم مني چې په قره باغ کې اربکیانو درې تنه وژلي دي، هغه وايي دوی هڅه کوي چې دا لاریون په سوله ییز شکل حل کړي.

هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې په ارګ کې د یو سلاکار محمد عالم راسخ یو پلاوی له کابل نه د همدې موضوع د هواري په نیت غزني ته رسېدلی دی.

د اربکیانو دې وحشت په خواله رسنیو کې هم توند غبرګونه راپارولي دي، خواله رسنیو کې فعال شفیع اعظم لیکلي: «د غزني په قره باغ کې د سمیزو هزاره ملېشو (اربکیانو) لخوا د پښتنو پر کورو برید او د وژنو سربېره له ځان سره د ماشومانو د بیولو خبر را نه ټوله شپه خوب تښتولی، خلک نور د ارزګان د شجاعي په څېر د وحشیانو او وحشت زغم نلري. له اشد مجازات پرته په لوی لاس دا وطن یوې بلې نا پایله کورنۍ جګړې ته ټېل وهل دي.»

نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو پر ضد لاریون کړی و.

دوی دعوه کوله چې ملي اردو، پولیس او اربکیان يې له دوکاندرانو بې پیسو سودا وړي او د خلکو موټرسایکلونه په زور تر خپلو پوستو وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x