fbpx

ټرمپ د نژادي او ژبني تعصب له امله نږدې ۴۰ کارکوونکي شړلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): واشنګټن پوسټ لیکلي، د ډونالډ ټرمپ د یو کال کاري مودې په اوږدو کې ۳۷ تنو خپلې دندې پرېيښې دي.

د سرچينې په وینا دې کسانو یا پخپله خوښه استعفاوې ور کړې یا هم ورته مجبوره کړل شوي دي.

دغه کسان چې ځينو په سپینه ماڼۍ ځينو ترې د باندې دندې ترسره کولې، ګڼ لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي پکې شامل دي.

ورځپاڼې د دې کسانو له ډلې د ډېرو د دندو پرېښودو علت ژبني او نژادي تعصب په ګوته کړی دی.

د سرچينې په قول د لوی څارنوال مرستیال سالي یتس، د محکمې لوی وکیل پریت بهارارا، د اف بي ای مدیر جیمز کومي، د امریکا د ملي امنیت شورا د پروګرام مدیر ریج هیګنس، د ملي امنیت شورا کې د منځني ختیځ د برخې مدیر درک هاروي او د ټرمپ د بهرنیو اړیکو مدیر انتوني اسکاراموچي هغه کسان دي چې پر خپلو دندو له ټاکل کېدو لږه موده وروسته ایستل شوي دي.

واشنګټن پوسټ د هغو کسانو لیست کې چې د ټرمپ له لوري په زور استعفا ته اړ شوي دي، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک فلین، د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مرستیال کتي والش، د امنیت لوی سلاکار کي تي مک فارلنډ، د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو بل مرستیال تارادال، مطبوعاي دستیار مایکل شورټ، د سپینې ماڼۍ د کار کوونکو مشر رینس پریباس، د امریکا د ملي امنیت د شورا غړی عزرا کوهن واتنیک، د ټرمپ لوی ستراتژیست سټیوبنن، د ملي امنیت د مرستیال سلاکار سباستین ګورکا، د امریکا د انرژۍ وزارت سلاکار ولیم بردفورد، د چاپېریال ساتنې او انساني خداماتو وزیر ټام پرایس، د امریکا د کورني امنیت مدیر جیمي جانسون، د قوانینو په اصلاح کې د ټرمپ سلاکار کارل هیګبي، د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر اورماروساماني ګولت، د نشه یي توکو د کنټرول مرستیال تیلور واینته او د سپینې ماڼۍ ارشد کارکوونکی رابرت پورتر ياد کړي دي.

د سرچينې په وینا د سپینې ماڼۍ د اړیکو مدیر مایکل دوبک، د دولت په چارو کې د دفتر مشر والرت شاپ، د حقوقي ټیم ویاند مارک کورالو، د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر، د چاپېریال ساتنې د آژانس مدیر الیزابت ساترلند، ځانګړی استازی کارل ایکان، د عمومي اړیکو مدیر جورج سیفاکس، د بهرنیو چارو وزارت سلاکار مالیز بیمز، د بهرنیو چارو وزارت لوی کار کونکی الیزابت شاکلفلورډ، د دولت لوړ پوړی کار کونکی پل وینفري، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د مرستیال سلاکار دینا پاول، د اجرایي کمېټې د مرستیال مدیر جرمي کاتز، په سیاسي چارو کې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال توماس شانون او په پاناما کې د امریکا سفیر جان فیلي هغه کسان دي چې پخپله خوښه يې د ټرمپ له ادارې سره دندې پرېيښې دي.

ډونالډ ټرمپ چې په اداري چارو کې جدي بلل کېږي، په تازه څرګندونو کې پر عراق برید هم بده پرېکړه بللې ده.

هغه په فلورېډا کې د جمهوریت غوښتونکو پلویانو ته په خبرو کې په تمسخر وویل پر عراق برید «د بوش کار و، د یو بل نابغه سړي.»

ټرمپ د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال په افغانستان کې روانه جګړه همه لویه اشتباه بللې وه، خو واک ته له رسېدو وروسته يې د خپلې ستراتېژۍ له اعلان سره دلته جګړه لا اوږده کړه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د