نړۍ

د طالبانو د خوشې کېدو له امله اوباما تر سختو نیوکو لاندې دی

وړمه ورځ د طالبانو او امريکايي چارواکو ترمنځ د يوې اوږدې مودې غیرمستقیمو خبرو اترو وروسته طالبانو يو امريکايي عسکر خوشې کړ، چې کابو پنځه کاله د طالبانو سره په بند کې و.

د نوموړي سرجنټ برګډال د خوشې کيدو مقابل کې طالبانو خپل پنځه لوړپوړي مشران، چې نژدې ديارلس کاله د ګوانتامو زندان کې و، را خلاص کړل او پرون قطر هيواد کې د طالبانو سياسي دفتر ته ورسېدل.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما پرون يکشنبه سپينې ماڼۍ کې د نوموړي عسکر مور و پلار سره يو ځای يوې خبرې غونډې ته خپله وينا کې و ويل، چې د قطر هيواد په منځګړتوب يې خپل امريکايي سرتېری د پنځو طالب مشرانو په مقابل کې راخلاص کړ.

 

اوباما زياته کړه، چې دی نه غواړي، چې افغانستان کې دې يو امريکايي عسکر هم د طالبانو په منګولو کې پاتې شي.

د باراک اوباما د ادارې اپوزيسيون جمهوري پلوو سناتورانو پر اوباما سختې نيوکې وکړې، چې د پنځو لوړ پوړو طالب مشرانو د خلاصون مقابل کې يې يو امريکايي عسکر را خلاص کړ. دوی دا کار “شرم او کمزوري”وبلله.

د مشرانو جرګې د استخباراتو د کميټې جمهوري پلوي مشر “مايک راجرز” سي ان ان تلويزوني شبکې سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې د اوباما د تبادلې دغه طريقه د القاعده او طالبانو د بريا او زموږ د کمزورۍ په معنا ده.

راجرز زياته کړه، چې القاعده او پلويان به يې د نړۍ هر ګوټ کې زموږ پر خلکو او عسکرو بريدونه کوي او ځان سره به يې د دغسې يوې ورځې لپاره وساتي، چې طالبانو زموږ عسکر ساتلی و او اوس يې د خپلو پنځو لوړپوړو مشرانو په بدل را پرېښود.

دوی ته به زموږ خلک او عسکر تر هر څه ډېر ارزښت لري، ځکه دا يې د بريا ستره لار ده، چې خپل لوړپوړي مشران د تبادلې له لارې خلاص کړي او دا ډېره خطرناکه او د شرم خبره ده.

مايک راجرز زياتوي: “ډېر تاسف سره بايد و وايو، چې د اوباما دې کړنې موږ ټول ډېرانديښمن کړي يو، ځکه چې متحده ايالاتو هيڅکله له تروريستانو سره دغسې مذاکرات نه دي کړي، مګر اوباما د امريکا د ټول تاريخ پاڼه په بله واړوله”.

يو بل امريکايي سناتور ټيډ کرز اې بي سي تلويزون سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې د دغو طالب مشرانو د نيولو لپاره څومره امريکايي عسکر قرباني شول، مګر اوباما د ټولو وژل شويو عسکرو د قربانيو سره لوبې وکړې.

ټيډ کرز زياته کړه، چې طالبانو ته زموږ ارزښت دا شو، چې زموږ د يو بندي مقابل کې رانه خپل پنځه لوړپوړي مشران خلاص کړي.

د اوباما د ملي امنيت پخواني سلاکار متقاعد جنرال جيمز جونز هم پر اوباما سخته نيوکه کړې او وايي چې د نوموړي دې کار ګرده نړۍ کې د امريکا دښمنان دې ته وهڅول تر څو زموږ پوځي او ملکي خلک وتښتوي او د خپلو لوړپوړو بندي مشرانو د خلاصون مقابل کې يې تبادله کړي.

يو شمېر نورو امريکايي سناتورانو پر اوباما نيوکه کړې، چې له تبادلې مخکې يې کانګريس او مشرانو جرګه نه وه خبره کړې.

يو پارلماني وکيل او د پوځي کميټې مشر هاورډ ماکيون او سناتور جيمس انهوفي وايي: “اوباما بايد استيضاح شي، ځکه چې ده بايد له دې يوه مياشت وړاندې پارلمان او سنا ته د نوموړې تبادلې په اړه خبر ورکړی وای”.

ښاغلي هاورډ زياته کړه، چې دوی ايله هغه مهال خبر شول، چې پنځه طالب مشران د ګوانتانامو له زندانه قطر هيواد ته په طياره کې روان وو.

سناتور جيمس وايي، چې اوباما قصدا د امريکا له اساسي قانون څخه سرغړونه کړې او د تبادلې په اړه يې پارلمان او مشرانو جرګې ته خبر نه دی ورکړی.

د امريکا د دفاع وزير چک هيګل او د ملي امنيت سلاکارې سوزن رايس سپينې ماڼۍ کې د نوموړې تبادلې په اړه د اوباما له موقفه دفاع وکړه او ويې ويل، چې د دفاع وزير په توګه دا حق لري، چې خپل عسکر راخلاص کړي او د طالبانو غوښتنې ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x