افغانستان

مسير: ملېشې به نا امني ډېره او امنیتي ځواکونه کمزوري کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): ملي دفاع وزارت په نیت کې لري چې د ملي اردو له لیکو تللیو عسکرو نه نوی ځواک جوړ کړي.

د دې وزارت ویاند دولت وزيري وايي، دې ملېشو ته به یونیفورم، وسلې او د ملي اردو د ۷۵ سلنه په اندازه معاش ورکول کېږي.

مسیر ورځپاڼه کاږي، چې دغه ملېشې به نا امني ډېره کړي او امنیتي ځواکونه به کمزوري کړي.

ورځپاڼه د سیاسي شنونکي جیلاني ځواک له خولې ليکي چې د دې ملېشو فعالول به په ملي پوځ کې د جلب او جذب کچه راټيټه کړي.

هغه وايي له دې ملېشو سره د قومي، ژبنیو او سمتي جګړو د پښېدو اندېښنه هم پیاوړې کېدای شي.

«په افغانستان کې به يوه ملي اردو وي، خو په خوا کې به يې بې شمېره محلي اردوګانې هم فعاليت لري. فکر وکړئ، که په يوه سيمه کې يوه محلي اردو د کوم پښتون او په بله سيمه کې د کوم تاجيک، ازبېک او يا هزاره زورواکي تر اغېزې لاندې وي، نو هره شېبه به د قومي او ژبنيو نښتو وېره نه وي؟»

ملي دفاع وزارت وايي دغه ځواکونه به په هغو سیمو کې مېشت کېږي چې له طالبانو نیول کېږي.

یاد وزارت په داسې حال کې د ملېشې د جوړېدو هوډ ښکاره کوي، چې نن هم په غزني کې د اربکیانو پر ضد لاریون روان دی.

اربکیان چې په پیل کې حکومت د طالبانو پر وړاندې د «ملي پاڅون» په نامه معرفي کول، پیل يې د غزني له اندړو ولسوالۍ وشو.

په دې سیمه کې له شاوخوا څلور کاله سختې جګړې وروسته دغه ځواک صفر شو او سیمه بېرته د طالبانو واک ته ورغله، خو ګڼې خپلمنځي شخړې يې پر ځای پرېښودې.

مسیر ورځپاڼه د ملي دفاع وزارت له لوري د نوي ځواک جوړېدل هم ورته ګڼي لیکي : «د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي چې سيمه ييز پوځ به د امنيت په ټينګښت او د سيمو په ساتلو کې ګټور تمام شي خو کارپوهان او عام خلک بيا اندېښنه لري چې ښايي دغه پوځ هم په ځينو ولايتونو کې د سيمه ييزو پوليسو په څېر د شخصي ګټو لپاره وکارول شي.»

په ورته وخت کې ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې تړاو تبصره کړې او د ملېشو جوړول يې تکراري او ناکامه تجربه یاده کړې ده.

د مقالې لیکوال ليکي : «د ملېشو جوړول پر افغانستان د پخواني شوروي د يرغل پر مهال دود شول، هغه مهال چې افغان-شوروي پوځ د مجاهدينو پر خلاف له ناكاميو سره مخ شو د يوې فتنې په دود قومي كنډكونه جوړ شول چې وروسته دغه ملېشه ځواكونه د څو لسيزو په اوږدو كې د ولس پر برخليك د يوه ناسور په څېر تپل شوي وو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x