افغانستان

ازادي راډيو: کندوز کې عملیاتو یوازې ملکي وګړو ته زیان رسولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): کندوز، چې په شمالي ولایتونو کې تل د جګړې شاهد پاتې شوی دی، په دې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو عسکرو د سختو بمباریو شاهد هم و.

ازادي راډيو د کندوز د اوسېدونکو له خولې وايي، چې په دې عملیاتو کې یوازې ملکي وګړو ته زیان اوښتی، کډوال شوي او کورونه يې ویجاړ شوي دي.

سرچينه وړاندې زیاتوي چې د ګډو ځواکونو عملیاتو هیڅ مثبته پایله نه ده لرلې او لا هم پارخې سیمې د طالبانو تر لاس لاندې دي.

د روان میلادي کال په لومړیو کې د کندوز په ګڼو سیمو کې بهرنیانو او کورنیو عسکرو ګډ عملیات ترسره کړل، چې ډېر تمرکز يې پر هوايي بمباري و.

ګډو ځواکونو د جنوري میاشت په دویمه لسیزه کې په شپږو ورځو کې د چهاردرې ولسوالۍ په خرکارو، میاګانو، سجاني، زاخیلو او یتیم قريې د کچه ګړۍ کلي په ګډون ټول ۴۶ کلي بمبار کړل، چې ګڼو ملکي کسانو ته يې درنه مرګ ژوبله واړوله.

بهرنیانو او کورنيو پوځي مشرانو دعوه کوله چې پراخې سیمې يې له طالبانو نیولې او د دوی ګڼو وسله والو ته يې زیان اړولی دی.

په شمال ختیځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان جنرال عبدالخلیل ضیايي لا هم د خلکو څرګندونې ناسمې بولي او دعوه کوي چې په امام صاحب او چهاردره ولسوالیو کې يې خپل مخالفین سخت ځپلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x