افغانستان

نور: زورواکي باید ووژل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ ګوښه شوي والي عطاء محمد نور په دغه ولایت کې سیمه ییزو امنیتي چارواکو ته امر کړی، چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په دغه ولایت کې امنیت ټینګ کړي او جنايي جرمونو ته دې د پای ټکی کېږدي.

نوموړي نن په بلخ کې د خبري ناستې پر مهال امنیتي چارواکو ته امر وکړ، چې د تورو ښيښو لرونکي موټرې بندې کړئ، نامسوول وسله وال خلع سلاح کړئ او که کوم کس مقاومت وکړ؛ نو ویې وژنئ.

ده وویل، پر پولیسو د خلکو باور کم شوی او پر پولیسو د بېرته باور لپاره باید ځینې زورواکي ووژل شي.

د نور په خبره، د پولیسو دنده د خلکو د امنیت ساتل دي. که دوی د یوې اوونۍ دننه د بلخ امنیت ټینګ نه کړ؛ نو دی به خپله د پولیسو د سرنوشت په اړه پرېکړه وکړي.

ده ګواښ وکړ، که تر راتلونکې اوونۍ پورې په بلخ کې قمارخانې بندې نه شوې او پولیسو خپله دنده ونه پېژنده، نو دی به خپله د پولیسو له لوړپوړو چارواکو نه تر عادي عسکره پورې د ټولو سره حساب کتاب وکړي.

د ارګ او د بلخ له جنجال وروسته په دغه ولایت کې هدفي وژنې هم ډېرې شوي، چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.

له تېرو درېیو میاشتو راهیسې ولسمشر غني د بلخ والي ګوښه کړی دی؛ خو په تېرو درېیو میاشتو کې ارګ نه دی توانېدلی، چې د بلخ لپاره ټاکل شوی والي انجینر داود ته ولایت وسپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x