خوست: د کمپاین د عسکرو پر ضد لاریون دوان دوام لري – انځورونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): همدا شیبه د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ د مندوزیو سیمه کې د کمپاين نومي ځواکونو خلاف پراخ لاریون دوام لري.

‎د ځنیخلو مندوزیو او نورو قومونو په ګډون سلګونو لاریون کوونکو د خوست – کابل عمومي لار د موټرو پر مخ تړلې ده.

د لاریون ګډونوال د بیګانیو بندیانو د خلاصون تر څنګ د بیګناهو ملکیانو د قاتلینو د جزا غوښتنه کوي.

پر قهرجنو لاریون کوونکو دعسکرو لخوا ډزې هم شوې خولاریون کوونکي احساساتي دي د عسکرو پوستې یې نړولې، د پوسټو حفاظتي کڅوړې یا د خاورو ډکې بوجۍ یي په سړک شیندلي او د خپل حق غوښتنه کوي.

بیګا د کمپاین عسکرو په نادر شاه کوټ ولسوالۍ کې په یوه کور چاپه وهلې وه. دوه ورورڼه (داود او ظهور) چې د میرخندان زامن وو د خپلې مور سره یو ځای وژلي او موټر او یوې کوټې ته یي اور ور کړی، سهار کلیوالو د یوې کوچنې ماشومې جسد هم پیدا کړ چې په خوب ویده په اور کې سوځیدلې وه.

د یادونې وړ ده چې څه وخت راهسي د کمپاین عسکرو د ملکي وګړو د وژنې لړۍ ته زور ورکړی خو دولت د دوی د مخنیوي لپاره هیڅ ګامونه نه دي پورته کړي.

هم مهاله په غزني ښار کې هم سلګونو تنو د کابل – کندهار لویه لاره تړلې او د اربکیانو له لوري د یوې مېرمنې، یو ماشوم او یو ځوان د وژل کېدو په خاطر عدالت غواړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د