افغانستان

طالبان وايي نورستان کې يې له پینځو کلیو دولتي ځواکونه شړلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): طالبان وايي د نورستان په دواب ولسوالۍ کې يې پینځه کلي تر خپل واک لاندې راوستي دي.

نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې طالبانو دعوه کړې چې له څو ورځو راهیسې يې د دې ولسوالۍ په مختلفو کلیو کې د دولتي ځواکونو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې د دواب ولسوالۍ شوک، پیار، کولم، کورل او پله ګل هغه کلي دي چې طالب ځواکونو تازه تر واک لاندې راوستي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې ولسوالۍ «د ژونیا په نوم مهم اواسترتیژیکه کې دره کې په دښمن پسې لټه روانه ده، ترڅو نوموړي دره هم له دښمن څخه پاکه او سیمه په بشپړه توګه د مجاهدینو په کنترول کې شي.»

د نورستان ځايي اداري یا هم کورنیو چارو زوارت مسوولینو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x