افغانستان

د دویم وار ټاکنو په اړه د طالبانو خبرپاڼه

دانتخاباتوپه اړه دافغانستان مؤمن ولس ته داسلامي امارت پیغام

 بسم الله الرحمن الرحیم

 د افغانستان مسلمان ولسه! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته  افغانستان ته دامریکا په مشرۍ دغربي کفارو دراتګ اصلي مقصد دلته داسلامي نظام ړنګول او دهغه د بېرته راګرځېدلو مخنیوی او همدا رنګه ددې خاورې شتمنۍ لوټل او دسیمې دولسونو ګواښل دي .

دامریکا په مشرۍ غربي ائتلاف په تیرو دیارلسو کلونو کې د جګړو، پوځي اشغال او هر ډول زور د استعمال له لارې پر افغانستان د خپل اشغال تپل وازمایل اود تېرو څو ځله انتخاباتو په نتیجه کې ولس ولیدل چې داسې مفسدو، دپردیو غلامانو او له خپل ولسه بیګانه خلکو ته حکومت وسپارل شو چې د ټولې دنیا په سطحه یې په رشوتونو او فساد کې اول نمبر وګاټه او همدغه د امریکا تر څارنې لاندې په انتخاباتو کې کامیاب کړل شویو خلکو پر افغانانو پر دي قوانین، پردی تسلط، پردی فرهنګ او پردي سیاستونه وتپل، ددې خاورې د اوسیدنکو مسلمانانو دین، اخلاقو، اصیل اسلامي فرهنګ او شتمنیو ته یې نه جبرانېدونکي تاوانونه ور واړول او افغانستان یې له یوه آزاد، خپلواک او اسلامي هېواد څخه پر یوه اشغال شوي، بې واکه او دغرب تابع هېواد باندې بدل کړ چې په مستقلانه ډول هېڅ سیاسي او ملي تصمیم نشی نیولی.

اوس چي دښمن یوځل بیا دانتخاباتو په نامه د یوه بل ظالم واکمن د ټاکلو پروسه پیل کړې په دغسې حالاتو کې باید زموږ مؤمنان هیوادوال دې قرآني پیغام ته غوږ ونیسي اوله انتخاباتوسره کلک پریکون وکړي چې الله تعالی د سورة المائده په دوهم آیت کې فرمایي :

وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ –

ترجمه : او تاسو په ښیګړه او تقوی کې له یو بل سره مرسته وکړئ او په ګناه او تیري کې له یو بل سره مرسته مه کوئ، او دالله تعالی نه وډار شئ بې شکه د الله تعالی عذاب سخت دی .

تاسوپوهیږئ چي په دې ټاکنوکې ولاړ کاندیدان او دهغوی ملاتړي ټول د امریکایي اشغال پلویان، ظالمان، مفسدین او افغان مجاهداولس سره غدر کوونکي اشخاص دي،افغانان باید ددوی په ټاکلو سره د هغوی په راتلونکو مظالمو او ګناهونو کې ځان ورشریک نه کړي،د ظالم سره د مرستې په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

من مشى مع ظالم ليعينه ، وهو يعلم أنه ظالم ، فقد خرج من الإسلام. رواه الطبراني.

ترجمه : څوک چې یو ظالم د ظلم کوونکي په حیث پیژني او بیا ورسره مرسته وکړي نو له اسلامي امت څخه خارج شو .

د اشغال د تیرو کلونو په څیر امریکا غواړي په راتلونکي کې هم خپل همدغه نا افغاني ګوډاګیان پر افغانانو د تقلبي او نا اسلامي انتخاباتو له لارې واکمن کړي، تر څو د امریکایانو له تېښې وروسته هم دهغوئ د ارمانونو د ترسره کولو او دهغوئ د نیمګړو کارونو د پوره کولو لپاره کار وکړي او د غرب په مالي، سیاسي، پوځي اوتبلیغاتي ملاتړ په افغانستان کي د اسلام د دین او د مؤمن ولس په خلاف جګړې ته دوام ورکړي.

تاسي ولیدل چي په تیرو انتخاباتوکې ولس داسلامي امارت غوښتني ته لبیک ووایه او له انتخاباتوسره یې کلک مخالفت وکړ مګر همداغربي مطبوعات وچي هرڅه یې ددښمن په ګټه تعبیرکړل اوناکامه انتخابات یې کامیاب اعلان کړل. انتخاباتو ته ولاړ نوماندان ټول د امریکا لخوا راوړاندې شوي او هر یو به یې په پوره کوښښ هماغه اجنډا عملي کوي چې امریکایې ورته ټاکي، ځکه خو یې هر یوپه ټولې بې شرمۍ سره وایي چې د (ستراتیژیک او امنیتي تړون) په نامه د افغانستان د خرڅولو شرمناکه وثیقه به امضا کوي . امریکا کولی شي چې په هرې بلې طریقې خپل یوازې یو لاسپوڅی شخص د واک پر ګدۍ کښېنوي او د انتخاباتو د ډرامې په نامه د وخت او شتمنیو د ضائع کېدلو مخه ونیسي، خو هغوئ نه غواړي دغه کار وکړي ، ځکه چې په هغه صورت کې به یې ګوډاګی هم یو وي، او د ټاکلو مسؤولیت به یې هم امریکا ته راجع وي.

امریکا غواړي د انتخاباتو له لارې په یوه وخت کې هم خپل څو غلامان په خپل خدمت کې وساتې، او هم د ګوډاګیانو د مسلط کولو پړه بېرته په افغانانو ور واچوي او ورته ووایی چې دا خو همدا تاسې افغانان واست چې په خپله خوښه مو دغه خلک د ځان لپاره په انتخاباتو کې غوره کړل ! افغان مسلمان او مجاهد ولسه ! مه پریږدئ چې دښمن د دوهم ځلي انتخاباتو د غولونکې ډرامې د اجراءله لارې ستاسو پر عقلونو او ارادو لوبې وکړي ، او داسې څوک درباندې مسلط کړي چې د یوې بلې اوږدې مودې لپاره مو د امریکا او دهغې د ملګرو په غلامۍ کې وساتي. د امریکا د اشغال د پای ته رسولو او له روان ناورین څخه د وتلو یوازینۍ لار د بشپړې خپلواکۍ حاصلول او په خپله خاوره کې اسلامي عادل نظام حاکمول دي او دغه ستر او مقدس هدفونه په انتخاباتو، انتصاباتو، ایتلافونو او د پردیو پر لاره له تللو نه حاصلیږي. ستر هدفونه سترې قربانۍ او ستاسو دهغه عزم تجدید غواړي په کوم مو چې انګریزان او روسان مات کړل او دا دی نن هماغه عزم امریکا او ټوله ناټو له ماتې سره مخ کړې ده .

افغان مسلمان او پتمن ولسه ! ډاډه اوسئ چې ستاسو دښمنانو (امریکا او ملګرو یې ) په افغانستان کې ماته خوړلې ده، خپلې ځالې په خپله ورانوي او دخپلو پوځونو د وېستلو اعلان یې ځکه وکړ چې نور په دې خاوره پاتې کېدل ورته ناممکن دي . امریکا او غرب چې د خپلو ټولو مادي، سیاسي، او پوځي امکاناتو او وسائلو په لرلو دلته خپل تسلط ټینګ نه کړای شو نو هغه څو تنه بې واکه غلامان به یې څنګه دغه هېواد د غرب لپاره اداره کړای شي؟  په دغو تېر اېستونکو انتخاباتو کي په خپل نه ګډون او د دښمن د دغې شرمېدلې توطیې په خنثی کولو خپله آزادي تضمین او د اسلامي نظام د قائمولو په مقصد د هغو مجاهدینو تر څنګ دریدلو ته دوام ورکړئ چې ددې وطن د آزادۍ او ستاسو ددین او ناموس دخوندي ساتلو لپاره د الله په لار کې خپلې تنکۍ ځوانۍ نذرانه کوي او په خپله د شمعې په څېر د دې لپاره ویلې کېږي چې تاسو ته د اسلامي نظام او ازادۍ رڼا سوغات کړي ،د اسلامي امارت مجاهدین چې د ټاکنو د لومړي پړاو په مهال یي په دښمن سلګونه بریدونه ترسره کړي وو او ګڼ شمیر مراکز یي له منځه وړي وو په دوهم دور ټاکنو کې هم د ټاکنو په مراکزو او کارکوونکو باندې د عملیاتو لپاره بشپړه تیاري لري، ددې لپاره چې له مرګ ژوبلې مو ځان ساتلی وي باید چې د جوزا په ۲۴ مه دټاکنو له مراکزو لري واوسئ . والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

 ۱۴۳۵/۸/۳هـ ق۱۳۹۳/۳/۱۱هـ ش ــ 2014/6/1م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x