fbpx

سوریه: په لسو ورځو کې ۷۷۰ مړي او ۴ زره ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د بې سرحده ډاکټرانو موسسې ویلي چې ددوی روغتونونو ته په تیرو لسو ورځو کې د سوریې د «الغوطه الشرقیه» ښار څخه یوازي ۷۷۰ مړي رسیدلي او ۴۰۵۰ تنه نور ټپيان یې تر لاسه کړي دي.

دغې موسسې وړاندي ویلي چې د مرګ ژوبلې دغه شمېرې هر وخت بدلون موندلای شي، ځکه چې دا شمېر یوازي د هغو مړو او ټپيانو دی چې ددوی مرکزي کلینکونو ته رسیدلي، د هغو کلینکونو شمیر یې نه دی را اخیستی کوم چې یا د بلې موسسې اړوند دي او یا هم نسبتا له دغې ساحې څخه لیري دي.

بې سرحده ډاکټرانو پر ښکېلو اړخونو غږ کړی چې ژر تر ژره دي اوربند وکړي تر څو دوی وکولای شي چې ناروغانو او ټپيانو علاج وکړای شي.

الغوطه شرقیه د سوریې د پلازمینې دمشق سره پر څنګ پروت ښار دی، چې له تیرو درو اونیو راهیسي تر سخت بمبار لاندي دی او په دې وروستیو کې د بشار الاسد نظامي ځواکونو ادعا کړې چې ددغه ښار په جنوب او جنوب شرق سیمه کې یې پرمختګ کړی دی.

د سوریې د بشري حقوق د څار سازمان چې مرکز یې په لندن کې دی، ویلي چې د بشار الاسد ځواکونه او ملاتړي يې د الغوطه شرقیه په هغو سیمو کې له تیرو اونیو راهیسي دروند بمبار پیل کړی چیري چې د جیش الاسلام په نامه وسلواله مخالفه ډله واکمنه ده، تر څو وروسته پر دغه سیمه باندي ځمکنۍ برید هم وکړي.

یاد مرکز ویلي چې روسيې له تیرې سې شنبې ورځې راهیسي هره ورځ د پنځه ساعتونو لپاره ځکه بمبار دروي تر څو ولسي خلک وکولای شي چې له یادو سیمو څخه ووځي خو څوک وتلو ته زړه نشي ښه کولای.

باید وویل شي چې روسي الوتکې د بشار الاسد د نظامي ځواکونو په ملاتړ بمبارۍ کوي چې له امله یې د بشري ټولنو د راپورونو سره سم تر اوسه د سوریې په سراسر کې په لسګونو زره ملکیان وژل شوي او په سلګونو زره نور خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د