fbpx

امرالله صالح: اشرف غني له طالبانوسر پر ټولو لاسته راوړنو معامله کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت پخوانی رییس او د «زرغون بهیر» مشر امرالله صالح د کابل پروسې ناسته کې د محمد اشرف غني پر خبرو تبصره کړې او هغه يې معامله ګر بللی دی.

امرالله صالح وايي چې اشرف غني تر خبرو وړاندې ټولې هغه لاسته راوړنې چې د ده په وینا د سپټمبر له یوولسمې وروسته مو ترلاسه کړې وې، د معاملې غوندې طالبانو ته وړاندې کړي.

هغه پخپله رسمي فیسبوکپاڼه په کړې تبصره کې له اشرف غني نه پوښتلي چې که طالبان دلته د رسمي ګوند په توګه ومنل شي، نو هغوی چې اوس له طالب سره په جګړه بوخت دي، څنګه يې د خوندیتوب ضمانت کېدلی شي.

امرالله صالح چې تل د ګډ حکومت منتقد پاتې شوی، په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبانو لا هم مشخصاً د دې غونډې په تړاو څه نه دي ويلي، خو د ځینو نورو مواردو اړوند اعلامیو کې يې په اشارې سره د کابل پروسه کوم فرصت نه؛ بلکې توطیه یاده کړې ده.

د شنونکو په باور د حکومت په منځ کې د واحد دریځ نیستي هغه څه دي چې نه یوازې طالبان؛ بلکې ولس پر هم باور نه شي کولی.

د کابل پروسې په ناسته کې محمد اشرف غني پر طالبانو غږ وکړ، چې کابل کې ورته دفتر ورکولی شي، د رسمي ګوند په توګه يې پېژندلی شي او اساسي قانون تعدیل کې هم ستونزه نه ويني.

د نوموړي تر څرګندونو یوه ورځ وروسته اجراییه رییس دا د هغه خپل نظر وباله او په وینا يې په دې اړه تصمیم مشورې ته اړتیا لري.

طالبانو له دې غونډې سره هم مهاله پر امریکا غږ وکړ، چې که يې د خبرو نیت وي د قطر دفتر دروازې يې پر مخ خلاصې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

امرالله صالح يو منافق پنشيرى ده، لده څخه د مسلمان په توګه د منطق او انصاف تمه نکېږي. د ده په لاس کې قدرت وي نو پرته له پنجشېري نه به بل افغان حکومت کې پاتې هم نشي پښتون خو د دوى د مور مېړه او پلندر دى. طالبان دې لږ سياست د دغو منافقينو څخه زده او پر همدوى دې کوزده کړي ګنې دوى تر خپلو ناموسونو هم تېر شوي امريکا او ناټو ته همداسې بې ناموسه چمچې ډېر اهميت لري د دوى فعال منافقت ته تر فعال حقيقته ډېره ترجيع ورکوي.