
غزني: طالبانو د طالب په نوم فعال، د ملي امنیت کس نیولی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په غزني کې يې ځواکونو هغه کس نیولی چې د ملي امنیت له لوري د دوی پر نوم د فعالیت لپاره ګمارل شوی و.
مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه کس يې له شواهدو او اسنادو سره نیولی دی، چې د طالب په نوم يې عامو وګړو ته د تلیفون په وسیله ګواښونه کړي دي.
هغه لیکلي : «د دښمن د استخباراتي دستګاه لخوا ګمارل شوی جعل کار چې د مجاهدینو د بدنامۍ لپاره يې فعالیت کاوه نیولی دی.»
تر دې وړاندې هم طالبانو ګڼې هغه پېښې چې ملکي مرګ ـ ژوبله يې لرلې وې، د «دښمن د استخباراتي کړیو» کار بللی دی.
ملي امنیت ریاست تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.