افغانستان

ولايتي شورا: فارياب د سقوط له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د ژمي په وروستيو کې يو ځل بيا د هېواد په جنوبي او جنوب لويديځو ولايتونو سربېره د فاریاب ولايت امنيتي وضعيت هم ترينګلی بلل شوی دی.

د فاريات د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سېلاب وايي، چې طالبان د دغه ولايت پر نوي سلنه خاوره واکمن دي او که حکومت د دې ولايت امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، ډېر ژر به طالبان دغه ولايت ته سقوط ورکړي.

ښاغلي سېلاب نن له رسنيو سره په خبرو کې ويلي: «چې طالبان په قیصار، المار، پښتونکوټ او نورو ولسواليو هر ډول فعاليتونه لري، موږ د دغه ولايت امنيتي وضعيت ته اندېښمن يو، د فارياب نوي سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده، حکومت يوازې پر لس سلنه خاوره واکمني لري او که حالات همداسې پاتې شي په لنډ وخت کې به جګړه د ولايت تر مرکز ميمنې ښار پورې ورسېږي.»

د ولايتي شورا مرستيال په داسې حال کې په فارياب کې د طالبانو د فعاليتونو د زياتوالي او د دغه ولايت د سقوط خبره کوي، چې دولتي عسکرو له تېرو څو کلونو راهيسې څو ځله د طالبانو پر ضد عمليات کړي، د هغوی د ناکامولو ادعاوې يې کړي، خو ځايي خلک او د ولايتي شورا ګڼ شمېر غړي بيا دغه عمليات ناکام او يوازې ادعاوې بولي.

صبغت الله سېلاب پر دفاع وزارت تور پورې کوي، چې امنيتي ځواکونو ته وسلې او پوځي تجهیزات په سمه توګه نه رسوي او له همدې امله دولتي عسکر د طالبانو پر ضد جګړو کې له ستونزو سره مخ دي.

تر دې وړاندې د فراه ولايت چارواکو هم منلې طالبان د فراه تر مرکزي ښاره رارسېدلي او په تېرو دوو اونيو کې يې لسګونو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نړيوالې سروې ګانو،بي بي سي او افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ادارې «سيګار» په خپلو راپورونو کې ويلي، چې افغان حکومت د هېواد پر لږه برخه خاوره واکمن دی او د هېواد نږدې اويا سلنه خاوره يا په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې ده او يا هم په کې ازاد فعاليتونه لري.

وړمه شپه سي ان ان امریکايي ټلويزيون سره د مرکې پر مهال د ټلويزويون وياندې کرسټينا امانپور ولسمشر غني ته وويل، چې «ستاسې حکومت يوازې پر اتلس سلنه خاوره واکمن دی»، خو ښاغلي غني د سي ان ان خبره ناسمه وبلله، خو د خپلې واکمنۍ اندازه يې هم ونه ښوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x