افغانستان

متوکل: دا وار “پرېښودل” نه و، “تبادله” وه

د طالبانو د حکومت پر مهال د بهرنیو چارو وزیر، مولوي وکیل احمد متوکل له ګوانتانامو زندانه د طالب مشرانو د ازادېدو په اړه له «ژمن» خبري وېب پاڼې سره مرکه کړې ده، چې مهم ټکې یې کټ مټ تر تاسو رسوو:

ښاغلي متوکل، د دغو زندانیانو په راخوشي کولو خوښي څرګنده کړې ده. دوی ته یې د اجر او ثواب توقع کړې ده. د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغو خلاصو شوو له نورو بندي افغانانو سره څه توپیر درلود، متوکل وویل:

“دغه کسان چې امريکايانو هم پېژندلي وو او د طالبانو پر مهال يې لويې دندې لرلې، د دوی د شهرت له امله امريکايان هم پرې ټينګ شول او اسلامي امارت ته هم مهم وو، دا چې دوی د نورو په څېر خلاص نه شول، دوی تبادله شول، اسلامي امارت غوښتل چې راخلاص يې کړي. دا ښه کار وشو چې تبادله شول او راخلاص شول”.
مولوي وکیل احمد متوکل د دغو طالب مشرانو ازادېدل، «خوشي» کول ونه ګڼل. ده زیاته کړه، چې دا ځل «تبادله» وه او د تبادلې شرط یې دا ګڼلی، چې دوی نه غوښتل افغانستان ته راشي: «دا وار پرېښودل نه، بلکې تبادله وه، نو طبيعي خبره ده چې تبادله خاص حالت لري، شايد د دوی شرايط به دا وو چې بايد افغانستان ته لاړ نه شي او که له بله اړخه ورته وګورو، شايد بنديانو هم دا نه غوښتل چې افغان حکومت ته دې وسپارل شي او د دوی له خوا دې تر ډېره وساتل شي، طالبانو به هم دا نه غوښتل چې دوی دې کابل ته لاړ شي، خو داسې حالت دې برابر کړي چې بالآخره خپل کور ته لاړ شي”.
متوکل د مرکې په اوږدو کې دا ګام “د افغانستان لپاره په راتلونکي کې د متوقع حقیقي تفاهم لپاره یو ښه ګام” وباله.
د بهرنیو چارو پخواني وزیر وروستی تفاهم په سیاسي لحاظ مهم وباله: “د دوی په قطر کې اوسېدل هم د توافق مطابق او هم د سياسي جريان له پاره وزن لري او بايد ښه ګټه ترې واخيستل شي”.
دا چې د بندیانو ازادېدا به د سولې پر بهیر کومه اغېز ولري که څنګه متوکل وویل: “دا افغاني جهتونو او مشرانو پورې تړلې ده چې څنګه نيت کاروي”.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x