ورزش

کرېکټ: افغانستان سکاټلېنډ ته د ۲۵۶ منډو هدف کېښود

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د ۲۰۱۹ز کال د پنځوس اوریزه نړیوال جام لپاره نن افغانستان د سکاټلېنډ لپاره د ۲۵۶ منډو هدف کېښود.

د نننۍ لوبې پچه سکاټلېنډ وګټله؛ خو افغان لوبډلې ته یې لومړۍ توپ وهنه ورکړه.

د افغان لوبغاړو پیل ښه نه و. احسان الله جنت صفر، شهزاد محمد ۳۰، رحمت شاه ۷ او ناصر جمال ۱۵ منډې وکړې او ژر وسوځېدل.

خو د محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ اوږدې ملګرتیا د افغانستان هدف هم لوړ کړ.

محمد نبي نن په ۸۲ توپونو ۳ شپږیزو او ۷ څلوریزو پرمټ ۹۲ منډې وکړې او رن اوټ شو. نجیب الله ځدراڼ هم د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو پر مټ ۶۷ منډې وکړې او خپله وېکټه یې له لاسه ورکړه.

د محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ له سوځېدو وروسته افغانستان یو ځل بیا خپلې وېکټې ژر ژر وسوځېدې. شرف الدین اشرف ۶، ګلبدین نایب ۱۱، راشد خان صفر، دولت ځدراڼ ۱۵ او مجیب الرحمن کومه منډه جوړه نه کړه.

افغان لوبډلې ۴۹،۴ اورونو په لوبولو او د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۵ منډې جوړې کړې او سکاټلېنډ ته یې د ۲۵۶ منډو هدف ورکړ.

په سکاټلېنډي توپ اچوونکو کې براډ ویهل ۳،  ریچیي برېګنټون ۳، سفیان شریف ۲ او مارک واټ یوه وېکټه واخیسته.

د ۲۰۱۹ز کال د پنځوس اوریزه جام په زمبابوې کې ترسره کېږي، چې افغانستان له سکاټلېنډ، زمبابوې، هانک کانګ او نیپال سره لوبې لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x