افغانستان

ناټو فاریاب کې د جګړې لومړۍ کرښي ته بهرني پوځيان ليږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د فاریاب ولايت دولتي سرچيني په ډاګه کوي چې په راتلونکې اوونۍ کې به د ياد ولايت مرکز ميمنې ته د ناټو د غوڅ ملاتړ ۶۰ تنه بهرني پوځيان را ستانه شي.

د سرچينې په وينا د ناټو بهرني پوځيان به د ګډ حکومت له دولتي ځواکونو سره د جګړې په لومړيو کرښو کې په ګډه عمليات پر مخ وړي.

د شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قومندان جنرال جنت ګل د فاریاب مرکز ميمنې ته د ۶۰ تنو بهرنیو پوځيانو د راستنېدو پخلی کړی.

ده ويلي چې راتلونکو بهرنيو پوځيانو ته به د ګډ حکومت د سرتيرو مشورې ، روزني او په ملاتړ يې د هوايي بريدونو کول ور له غاړي وي.

د فاریاب دولتي سرچينو ويلي ، ښايي د ناټو غوڅ ملاتړ د خپلو را ستنېدونکو پوځيانو شمېر ۲۰۰ تنو ته ورسوي.

د فاریاب د سقوط اړوند د لوړ پوړو دولتي چارواکو انديښنې په کښته را پور کې لوستلای شئ!

https://www.nunn.asia/117573/%d9%81%d8%a7%d8%b1%db%8c%d8%a7%d8%a8-%d9%88%d9%84%d8%a7%db%8c%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%a7%db%8c%d8%aa-%d8%af-%d8%b3%d9%82%d9%88%d8%b7-%d9%88%db%90%d8%b1%db%90/

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x