پسرلی /عُقابي جانان

عُقابي جانان

په وطن راولې رنګين د ازادۍ پسرلی
ربه مونږ غواړو همیشه د خپلواکۍ پسرلی

دښتو کې ډېر ګلان راشنه شول د شهيد له وينو
په غرو مېلمه شو د چنار، نښتر څيړۍ پسرلی

مست بلبلان د ګل په شونډو بيا سندرې وايي
ګل بڼ کې ساه اخلي هر ګل هره غوټۍ پسرلی

قطار قطار رمې په تکو شنو مېرو کې څري
په غونډۍ ناست شپونکي راوستی په شپېلۍ پسرلی

د ګودرونو او چینو غاړې زرغونې شولې
وي تل تر تل دې په شهیدې خورکۍ پسرلی

بیا ”عقابی جانان” ته کېږي د غزلو الھام
له کوہ قاف ورته راوړی ښاپېرۍ پسرلی

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د