hazart.m100

یو لمر او څلور ستوري ـ نبوي سیرت ـ شپږمه برخه

د خيبر غزا
کله چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د قريشو له اړخه بې غمه شو، نو نيت يې وکړ، چې مدينه منوره خو د يهودو له شره خلاصه شوه نو شاوخوا يې هم بايد پاکه شي؛ نو خيبر هغه سيمه وه، چې يهودانو پکې کلکې کلاګانې جوړې کړې وې او لس زره مسلح پوځ يې تيار درلود، تل دغه امکان و، چې پر مدينه منوره بريد وکړي، نوله منځه وړل يې مهم و.

حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له يو زر شپږ سوه جنګياليو سره د اووم هجري کال د محرم په وروستيو کې د خيبر په لوري وخوځيد. کله چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم د يهودو د کلک سنګر (حسن النطاف)کلا ته نږدې ودريد، نو حباب بن منذر وفرمايل:

يارسول الله صلی الله وعليه وسلم!زه دلته بلد يم، دلته چې موږ ودرېدو سم ځای نه دی ځکه چې هغوی پرموږ له پاسه دي، ممکن په شپه کې د ونو له شا پرموږ حمله وکړي.
حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ېې مشوره ومنله او ځای يې بدل کړ. جګړه پيل شوه او د يهودو کلاوې يو پر بل پسې فتحه کېدلې، وروستۍ دوه کلاوې بې له جنګه په سوله له خيبره وتلو ته تيارې شوې، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم يې هم خبره ومنله او هغوی په ارامۍ له خيبره ووتل، په دې غزا کې درې نوي (۹۳) کفار مړه شول او پنځلس نفره مسلمانان دشهادت لوړ مقام ته ورسېدل.

د مؤته غزا
دغه غزا د اتم هجري کال د جمادی الاول په مياشت کې پېښه شوه، مؤته د شام يو کلی دی، چې اوس (الکرک) نومېږي.دغه جګړه ځکه پېښه شوه، چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم په بصره کې د هرقل استازي ته د حضرت حارث بن عمر په لاس ليک ولېږه،کله چې د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم استازی مؤته ته ورسيد، نو يوه عرب پاچا چې د هرقل تابع و، ترې وپوښتل: چېرته ځې؟ اياد محمد استازی يې؟
ورته ويې ويل: هو د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم استازی يم.
ويې تاړه او سريې ترې غوڅ کړ.کله چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ته د خپل استازي د شهادت خبر ورسيد، سخت خپه شو، ځکه تراوسه پورې د حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم يو استازی هم نه و شهيد شوی. سمدستې يې درې زره کسيز لښکر د زيد بن حارثه رضی الله عنه ترمشرۍ لاندې ور ولېږه او امر يې ورته وکړ، چې که زيد شهيد شو، نو جعفر بن ابی طالب رضی الله عنه دې قوماندان شي او که هغه هم شهيد شو نو عبدالله بن رواحه رضی الله عنه دې قوماندان شي.
حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم زيد بن حارثه رضی الله عنه ته وفرمايل: کله چې د حارث بن عمر رضی الله عنه د شهادت ځای ته ورسېدې نو د هغه ځای خلک اسلام ته راوبوله، که يې قبول کړ، جوړه خبره ده او کنه د الله جل جلاله پرمرسته ورسره وجنګېږئ!
د الله جل جلاله پر مرسته او برکت لښکر حرکت وکړ، او په خپله حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم دوی تر يو ځايه بدرګه کړل، کله چې لښکر د(معان) پر نامه يو ځای ته ورسېد، نو په ټول لښکر کې اوازه شوه چې هرقل د دوی مخې ته پرېمانه لښکر راوستی دی، مسلمانانو په خپلو کې مشوره ښه وبلله، ځينو ويل چې بايد له حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم نه يانوره مرسته ياهم نوی فرمان وغواړو؛مګر حضرت عبدالله بن رواحه رضی الله عنه مسلمانانو ته وويل:

په الله جل جلاله قسم، له څه شي نه چې تاسې وېرېږئ زه ورته تياريم. موږ شهادت غوړو، موږد کسانو په شمار نه بلکې په ديني سلاح جنګ کوو، په هغه ديني سلاح چې الله جل جلاله پرې موږ عزتمند کړي يو،موږ ترټولو دوه ښې خواوې لرو، يا کاميابي ياشهادت!
ټول لښکر د ابن رواحه خبره ومنله او جنګ يې پيل کړ،زيد بن حارثه رضی الله عنه چې د اسلام بيرغچي و، تر هغې وجنګيد، چې شهيد شو. وروسته جعفر ابن ابی طالب رضی الله عنه بيرغ واخيست، هغه پر اس سپور جنګېده وروسته له اسه ښکته شو، په جګړه کې وړاندې روان و، چې ښی لاس يې غوڅ شو، بيرغ يې په کيڼ لاس کې پورته ونيو، کيڼ لاس يې هم غوڅ شو، بيرغ يې په غېږ کې ونيو،تر دې چې د شهادت سپيڅلي مقام ته ورسيد او په بدن کې يې تراوياوو ډېر زخمونه وو.
د حضر ت عبدالله بن رواحه رضی الله عنه تر شهادت وروسته د ټولو مجاهدينو په خوښه حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه د لښکر مشر وټاکل شو، او دغه د حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه په اسلام کې لومړنی جنګ و او په ډېر لوړ تاکتيک يې لښکر مدينې ته سلامت عقب نشين کړ.
د موته غزالومړنۍ غزا وه، چې له عربي جزيرې د باندې وشوه، که څه هم په دې جګړه کې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم په خپله ګډون نه و کړی؛مګر دا چې د مسلمانانو شمېر پکې ډېر و، ځکه خو يې غزا بولې، په سريو کې به عموما د مجاهدينو شمېر ډېر کم و، په همدې غزا کې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم حضرت خالدبن وليدرضی الله عنه ته د سيف الله (د الله توره) لقب ورکړ.

د مکې فتحه
دغه غزا د اتم هجري کال د روژې په مياشت کې وشوه، ځکه چې د حديبې په سوله کې دا راغلي و، چې که هره قبيله وغواړي له مشرکينو يا هم مسلمانانو سره تړونونه کولای شي، ځکه خو نو بنوبکر د قريشو او بنوخزاعه د مسلمانانو ملاتړي شول، او په همدې اتم هجري کال بنو بکر د قريشو پر ملاتړ پر بنو خزاعه بريد وکړ او نږدې شل نفره يې تړې مړه کړل، کله چې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له دې پېښې نه خبر شو، نو سمدستې يې لښکر تيار کړ؛مګر د لښکرکشۍ لوری يې ښکاره چاته ونه ونه وايه. خو په همدې وخت کې حضرت حاطب بن ابی بلتعه بدری رضی الله عنه په پټه قريشو ته دمسلمانانو د لښکر د ورتګ خبر د ليک  پر واسطه ولېږه. مګر الله جل جلاله پرې حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم خبر کړ، او سمدلاسه يې په هغه ښځه پسې چې دغه ليک يې مکې معظمې ته ووړ څونفره ولېږل او له هغې نه يې ليک واخيست سمدستې يې حاطب رضی الله عنه راوغوښت او ورته ويې وفرمايل: ولې دې دغه ليک قريشو ته ليکلی دی؟
حضرت حاطب رضی الله عنه ورته وويل: يارسول الله صلی الله عليه وسلم په الله جل جلاله قسم، چې زه مسلمان يم پر الله جل جلاله او دهغه پر رسول صلی الله عليه وسلم ايمان لرم او خپل دين مې نه دی پرې ايښی.
حضرت عمر رضی الله عنه وويل: يارسول الله صلی الله وعليه وسلم! امر وکړئ،چې سر يې تر پرې کړم،سړى منافق شوی دی!
حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ته وفرمايل: هغه دبدر په غزا کې ګډون کړی و تاسې نه پوهېږئ، الله جل جلاله د بدريانو پر زړه خبر دی، چې ويلي يې دي: هرڅه چې کوئ ويې کړئ تاسې مې بخښلي ياست!
حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم له لس زره کسيز لښکر سره حرکت وکړ، په لاره کې ځينې نوې ډلګۍ هم ورسره يوځای شوې کله چې مکې معظمې ته ننوتل، نو په همدې فتحه کې ابوسفيان هم مسلمان شو، نو د ده د خوشحالۍ لپاره حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم داسې امر وکړ: څوک چې په خپل کور کې پاتې شي او دروازه پسې کلکه کړي هغه په امن کې دی، څوک چې جومات ته پناه يوسي په امن کې دی اوڅوک چې د ابوسفيان په کورکې پناه واخلي هغه هم په امن کې دی!

مګر په دې بښنه کې هغه پنځلس نفره چې لوی رزالتونه يې کړي وو، نه وو شامل. وروسته حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم ترکعبې شريفې طواف وکړ او دهغې شاوخوا يې له بتانو پاکه کړه، بيا د ننه ورننوت او دوه رکعته لمونځ يې وکړ، بيا د کعبې شريفې په دروازه کې ودريد، ټول قريش د خپل ځان اړوند دهغه مبارک صلی الله عليه وسلم پرېکړې ته په تمه وو، حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم وفرمايل:

اې د قريشو ډلګۍ! تاسې څه فکر کوئ چې زه به څه درسره وکړم؟
ټولو وويل: موږ له تانه د نېکۍ تمه لرو، ته زموږ بښونکی ورور او وراره يې!
حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم وفرمايل: زه نن تاسې ته هغه څه وايم چې حضرت يوسف عليه السلام خپلو وروڼو ته ويلي وو:
ژباړه:ويې ويل:نن پرتاسې ملامتيا او ګرمتيا نشته، الله جل جلاله تاسې وبښلئ هغه ترمهربانو ډېر مهربان دی. (يوسف،۹۲ايه)
نو ورځئ تاسې ټول ازاد ياست!
وروسته له دې ټولو اهل مکه د صفا غره ترڅنګ له حضرت محمد صلی الله وعليه وسلم سره پر دې بعيت وکړ، چې د الله جل جلاله وحدانيت او د هغه د استازي خبره به مني.

پاتې شته…

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د