ټولنیزه برخه

اللّٰه ﷻ ولې لوڼي مخته کړي دي؟

حامد افغان

د قرانکریم یوه ایت کې د نر او ښځي د خلقت او چا ته د لوڼو چا ته زامنو او… د ورکړي په اړه داسې فرمایي: د اللّٰهﷻ چې چا ته خوښه شي لوڼه ورکوي او چا ته یې چې خوښه شي زامن ورکوي. يهب لمن يَشَاء إِنَاثًا ويهب لمن يَشَاء الذُّكُور. الشورى 49

دلته قرانکریم له زامنو لوڼه مخکي یادې کړې دي او د دې مفسرینو لاندې لاملونه یاد کړي دي:

① څرنګه چې اکثره میندي او پلرونه زامن خوښوي، د لوڼو د مراعت په اراده الله ﷻ هغوی له زامنو مخته کړې.

② دنیا د الله ﷻ په مشیئة او خوښه روانه ده نه ده انسانانو په خوښه، انسان عموماً نارینه اولاد خوښوي او الله ﷻ دواړه خوښوي او د انسان د ناسم خوښاوي پر خلاف الله نجونه مخکي یادې کړې.

③ د جاهلیت زمانه کې د لوڼو خوښولو او نه خوښولو خبره نه وه، بلکي هغه مهال ځیني داسې وحشي انسانان هم وو چې لوڼه یې ژوندۍ خښولې، د هغوی د پوهولو په نیت الله ﷻ لوڼه مخته او زامن وروسته کړل، ځکه یې لوڼه (بنات) لفظ نکره (بې الف لامه) راخیستی او زامن (الذکور) لفظ یې معرفه (په الف لام سره) راخیستی دی. یعني تاسو زامن پېژنئ او الله ﷻ دواړه.

④ د مفسرینو په تېرو نظرونو دا ورزیاتوم چې الله ﷻ پوهیدی چې د جاهلیت دا ناسم او غیر عادلانه خوی او خصلت به نور هم غځیږي نو تر اخرته د تلپاته پیغام په توګه یې د قرانکریم دې ایت کې دا نغوته او اشاره ځای کړه.

⑤ انسان چې د ګټي وټي لیونی دی او اکثره زوی ګټیالی وي نو ځکه زوی خوښوي، بلکي ځیني خو زامنو کې هم زیات ګټیالی خوښوي! خو د انسان د دنیا او اخرت ګټې الله ﷻ ته ښې معلومې دي نو باید د هغه خوښه خپله خوښه وګرځوي. او هغه نر او ښځه یو ډول خوښوي، بلکي کله کله ښځه مخته کوي. لکه دې ایت کې.

واثلة بن الاسقع رضي الله عنه وایي: د کومي ښځي چې لومړی لور پیدا شي هغه بختوره او برکتي ده. ځکه الله لومړی لوڼه یادې کړې دي. يهب لمن يَشَاء إِنَاثًا ويهب لمن يَشَاء الذُّكُور. الشورى 49. تفسیر القرطبي

مشهور مفسر علامه الألوسي رحمه الله وایي: څرنګه چې د مېرمنو زړونه کمزوري دي، باید غیرتي خلک هر وخت د دوی زړونو ته پټۍ ولګوي، ځکه خو مستحب طریقه دا ده چې کله سړی خپل اولاد ته کوم شی ورکوي باید پیل په نجونو وکړي. روح المعاني 36/8

لوڼه ګرانې دي!

رسول الله ﷺ فرمایي: له لوڼو کرکه مه کوئ، ځکه لوڼه خوشاله کوونکې او ګرانې دي. عن عقبة بن عامر قال قال رسول الله ﷺ: لَا تُكْرِهُوْا الْبَنَاتِ؛ فَإنَّهُنَّ المُؤْنِسَاتُ الْغَالِيَاتُ. أخرجه أحمد والطبراني في المعجم الكبير.

پښتانه دې وایي “لوڼه” سپېرې او بد مرغې دي، خو د الله خوږ او مهربانه پیغمبر ﷺ فرمایي: لوڼه خوشاله کوونکې، ګرانې او خوږې دي، نو خوږو لوڼو، خوږو خوندو او خوږو میندو خوشاله اوسئ.

د نجونو سرپرستي

رسول الله ﷺ فرمايي: څوک چې د دوو نجونو سرپرستي وکړي تر څو لویي شي زه او دی به جنت ته داسې ننوځو. دا وخت رسول الله ﷺ دوه ګوتې (د اشارې او منځنۍ ګوتې) غبرګې سره ونیولې. یعني زه او دا کس به د دې دوو ګوتو په څیر یو ځای جنت ته ننوځو. ﻋﻦ ﺃﻧﺲ ﺭﺿﻲ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ ﻗﺎﻝ: ﻗﺎﻝ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﻰ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ: ﻣﻦ ﻋﺎﻝ ﺟﺎﺭﻳﺘﻴﻦ ﺣﺘﻰ ﺗﺒﻠﻐﺎ، ﺩﺧﻠﺖ ﺃﻧﺎ ﻭﻫﻮ ﺍﻟﺠﻨﺔ ﻛﻬﺎﺗﻴﻦ – ﻭﺃﺷﺎﺭ ﺑﺄﺻﺒﻌﻴﻪ. رواه ﺍﻟﺘﺮﻣﺬﻱ

رسول الله ﷺ سره یو ځای جنت ته ننوتلو نه بله لویه نېکمرغي نشته او دا د هر مومن لویه هیله ده، نو د نجونو ښه سرپرستي هر مومن خپله دنده بولي او په مینه یې ترسره کوي نو په یقین سره ویلی شو چې اسلام ښځي ته ستر مقام او لوی درنښت ورکړی دی.

لور

هغو دواړو له واده وروسته وعده سره وکړه چې هیچا ته به د کور دروازه نه ورخلاصوو، بله ورځ د ځوان مور او پلار راغلل او دروازه یې وټکوله، دوی دواړو خپلو کې یوه بل ته وکتل او پخپله کړې وعده ټینګار یې مهم وباله، هغوی دروازه ډېره وټکوله خو دوی ورخلاصه نه کړه او هغوی ولاړل!

بله ورځ د ښځي مور او پلار راغلل دروازه یې وټکوله، دوی دواړو یوه بل ته وکتل او چوپ پاته شول، باید وعده پخپله حال پاته وی، خو لیږ وروسته چې سړي ښځي ته وکتل د هغې له سترګو اوښکې روانې وې او په غریو نیولي غږ یې مېړه ته وویل: سړیه! دا هیڅکله نه شم زغملی چې مور او پلار مې دروازه کې ولاړ وي او زه یې نه ورخلاصوم، د سړي هم عاطفه… راوپاریدله او دروازه یې ورخلاصه کړه.

شپې ورځې روانې وې، دواړو ته الله څلور زامن ورکړل او پنځمه یې لور پیدا شوه، سړي به په زامنو عادي عقیقې کولې خو چې لور یې پیدا شوه خدازده څو پسونه او غوایي یې خیرات کړل! خلک یې دې کار ته هک حیران ول، یو چا په دې اړه وپوښتی ده ورته وویل: په لور مې دومره خیراتونه ځکه وکړل چې همدا به دروازه راخلاصوي!

د کیسې پیغام روښانه دی، الله دې وکړي د مېرمنو قدر وپېژنو.

لوڼه نېکۍ دي

محمد بن سليمان رحمه الله وایي: زامن د الله نعمتونه دي او لوڼه نېکۍ دي او الله د نعمتونو په اړه پوښتنه او محاسبه کوي او په نېکیو اجرونه ورکوي. [ الآداب الشرعية لابن مفلح (٤٥٤)]

زما د لورکۍ کیسه

کوچنۍ لور مې د لوبو آله کې چارجر بند او لوبې یې پرې کولې، مال داسې مه کوه، کنه دا شی درباندې چوي، سمدستي یې کېښود. ښه ځنډ وروسته زما په چارجر پوري تړلی موبایل لاس کې و، دا راغله راته ودریدله، لیږ ځنډ یې راته لیدل، وروسته یې راته کړه: ستا موبایل نه چوي؟! په خجالت امېزه موسکا مې موبایل کېښود او غېږ کې مې ونیوله.

په ذهن کې مې د هغې دا جمله لکه دا مبارک ایت داسې احساس کړه: اې مؤمنانو، تاسي ولي هغه څه واياست چي پخپله یې كوئ نه؟! يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ. [سُوۡرَةُ الصَّف : 2]

موږ هم ډېر څه وایو خو په کولو کې یې کمزوري یو، خبرې ډېرې کوو، خبرې ډېرې اورو خو د پند اخیستلو سېکه مو کمه او د عمل توان مو بېخونده دی، لوڼه خرڅول، لوڼو ته دویمه درجه ورکول او په لوڼو خپه کیدل زموږ عامه ناروغي ده، داراز لوڼو ته زده کړه او په علم یې پسولل هم مهم نه بولو! همدا وجه ده چې د جهل په مقابله کې کمزوري یو، د لوڼو او مېرمنو په اړه د الله احکام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونې سمي نه مراعت کوو. نسئل الله العفو والسلامة

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

I am sorry to say that, pashtuns have strange believes, in many instances they follow their culture rather than religion and Mohammad’s(PBH) teachings.

الحاج استاذ بیانزی

حامد افغان صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ستا په لیکنو کی یو جلا کیف پروت وی او یا ماته ستاسی لیکنی او قیصی ډیری خوږی دی نه پوهیږم . مګر مونږ دی هیر کړی یو یا سپنن ږیری شوی حافظه دی کمزوری شوی ځو ځله مو درته ځان په برله بسی تبصرو کی در وپیژند مګر تاسی زمونږ السلام علیکم ځواب تر اوسه رانګړو الله ج دی زمونږ په اړه زړه کی مینه زیاته کړه مننه

حامد افغان

استاد بیانزی صاحب الله مو تل سرلوړی لره، په ډېر معذرت سره باید ووایم چې زه د نن اسیا تبصرو ته په میاشتو نه یم راغلی او ستاسو تبصره مې اوس وليدله، ډېره بښنه غواړم، یقینا تاسو محترم مې زړه کې ځای لرئ، الله مو تل ښاد او اباد لره.

الجاج استاذ بیانزی

حامد افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی!!!! تاسی باور وکړی چه ستاسی په همدی دری کرښو تبصره دومره خوشاله شوم لکه تر ټولو لویه ( نوبل ) جایزه چه راته رووځی . راڅخه ورک شوی وی لمړی خو می زړه کی ویره وه چه هغه پخوانی ناروغی دی زیاته شوی نه وی، او بیا چه می وخت ناوخت ستالیکنی لیدلی او مونږ تبصری درته لیکلی چه مونږ ته مو پام شی ، مګر له بده مرغه زمکه للمی وه . بیا می دا ویره وزیږول شوه ، چه افغان صاحب به له یاده وتلی یو مخامخ دی ورسره… نور لوستل »

حامد افغان

علیکم السلام ورحمه الله وبرکاته
محترم بیانزی صاحب الله مو تل خوشاله او سوکاله لره او الله دې درنه راضي شي.
فکر کوم مخکي تاسو فیسبوک کاروه که اوس یې هم کاروئ نو هلته زما نوم: hamid afghan دی که هلته اړیکه ونیسو ښه به وي او کنه دا مې ایمیل دی:

Hamidafg8@gmail.com

غ.حضرت

که معاد حق وی ( چه حق دی) او که سؤال او ځواب او د مور او پلار او اولاد د حقوقو رعایت حق وی ( چه حق دی) نو زما (پښتون) بېړه غرقه وینم.

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx