ای اتله شاهیـــکوټه / کلیوال

سعادت کلیوال

د غزا میدان تودیږي، مړ وجود دې ژوندی کیږي
ستا د یاد ډیوې بلیږي ای اتله شاهیــکوټه

د افق په کنارو دې شیطانان کله پریږدي
ستوري، غشي پرې ورېږي ای اتله شاهیــکوټه

ستا هغه سالار لګیا دی په اعداد کې د ځوانانو
د غزا شپیلۍ غږیږي ای اتله شاهیــــکوټه

د وحشت په تور ټټر د الهي تورې ګزار دی
تورتمونه صبا کیږي ای اتله شاهیـــکوټه

ورته ګوره خو له هسکه د غازیانو ګزارو ته
په دښمن لمبې بلیږي ای اتله شاهیـــکوټه

بختوره وه غزا ستا شاهیکوټه! مبارک شه
د اشغال ټغر ټولیږې ای اتله شاهیـــکوټه

د ځوانانو یادګارونه؟،ستا د غیږې مورچلونه
سعادت ته ډیر یادیږي ای اتله شاهیــــکوټه

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د