نړۍ

اسراييل د حربي پوهنتون فارغانو ته د مسلمانانو او جنګي بنديانو د وژلو درس ورکوي

هآرټس اسراييلي ورځپاڼې ليکلي، چې اسراييل د حربي پوهنتونو فارغانو ته د مسلمانانو او جنګي بنديانو د وژلو روزنه ورکوي.

ورځپاڼه زياتوي، چې اسراييل د حربي پوهنتون پر فارغانو د انتقامي فکر لرونکي اسراييلي جنرال مانير هارتسيون کتاب تقسيموي، تر څو د عربو او مسلمانانو پر خلاف په کې د کرکې او جګړې لمنبې تودې وساتي.

هارتسيون په دغه کتاب کې ليکلي، چې مصر سره د اسراييلو د سولې تړون د ده لپاره د زړه د دورې په څېر دردمن و او نژدې وه، چې په دغه ورځ ليونی شوی وای.

دغه کتاب ۱۹۶۸ ميلادي کال ليکل شوی او ارييل شارون پرې سريزه ليکلې، چې دواړو د مسلمانانو د وژلو په اړه يو شان دريځ درلود.

 

ايرييل شارون د کتاب په سريزه کې ليکلي، چې عرب او مسلمانان د اسراييلو پر خلاف يوه جګړييزه وسيله ده او موږ يې بايد پر خلاف خپل عمليات پر مخ بوځو او دغه جګړه هيڅ پای نه لري.

هارتسيون په خپل کتاب کې ليکلي، چې څرنګه د يو فلسطيني بندي له وژلو خوند اخلي او په زړه او ملا کې يې په چړو وهي او ځای پر ځای يې په زندان کې وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x