افغانستان

سوداګرۍ خونه: د حيرتان ريل پټلۍ له لارې هيڅ ډول صادرات نه کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونه وايي، په دغې ولايت کې د نا امنۍ د زياتوالي له کبله په پانګونه کې کموالی راغلی او بهرنيو هېوادونو ته د حيرتان رېل پټلۍ له لارې هيڅ ډول صادرات نه ترسره کېږي.

د بلخ د سوداګرۍ خونې د صنايعو او صادراتو مدير محمد یاسین انصاري رسنيو ته ويلي، په عامه توګه په ټول شمال زون کې نا امنۍ زياتې شوي، چې د دغې ولايت د سوداګرو پر پانګونې يې منفي اثر غورځولی او پانګوال په دې هڅه کې دي چې سرمايې نورو هېوادونو ته انتقال او هلته خوندي کړي.

د انصاري په خبره: د افغانستان او ازبکستان تر منځ د ټرانزيټي هوکړې نه لاسليکېدل د دې لامل شوي چې د حيرتان د رېل پټلۍ له لارې بهرنيو هېوادونو ته هيڅ ډول صادرات نه دي ترسره شوي.

د سوداګرۍ خونې مسئولين او سوداګر په شمال زون ولايتونو کې د شته نا امنيو له کبله اندېښمن دي او له حکومت نه غوښتنه کوي چې د سوداګرو د امنيت په ټينګولو کې مرسته وکړي څو سوداګر خپل هېواد کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې يوه اوونۍ مخکې د مزار ښار په دويمه امنيتي حوزه کې د يوه سوداګر زوی د نا معلومه وسله والو له لوري وتښتول شو.

له دې پېښې وروسته د ښار په درېيمه ناحيه کې د بېکزاد عثماني په نوم يو سوداګر ووژل شو او پيسې يې وسله والو له ځان سره يوړې، خو چارواکي وايي چې د عثماني د وژنې په تور يې د دغې ولايت د ګازو او تيلو رئيس آرين مرادي نيولی او څېړنې ترې روانې دي.

د مزار ښار اوسېدونکي واي، د بلخ د جنجالي والي عطامحمد نور او ارګ تر منځ د ولايت پر سر له راپورته شوې شخړې وروسته په مزار ښار کې د نا مسووله وسله والو مخ پر زياتېدونکو فعاليتونو د دغې ښار امنیتي وضعيت له ګواښ سره مخ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x