د نن سرلیکنه

طالبانو د برګډال له تبادلې څه تر لاسه کړل؟- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله:د تیرې شنبې په ورځ طالبانو له ګونتناموزندان څخه د خپلو (۵) تنو بندیانو په مقابل کې امریکايي بندي بوبرګډال له هغوی سره تبادله کړ.

د ګونتناموزندان په کال ۲۰۰۲ کې د کیوبا په ګونتناموخلیج کې امريكايانو جوړ اوهلته يې د طالبانو اوالقاعده تنظیم هغه جنګیالي بندیان کړل كوم چې د امریکايي ځواکونو له لوري د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې نيول كيدل.

د غه جهنمي زندان د بښنې د نړیوال سازمان په شمول د نړۍ د بشري حقونو د ټولو سازمانونوله لوري د بشري حقونو په ترپښو لاندې کوونکي شهرت لري او د تأسیس له نیټې راهیسې یې تر نن ورځې پوري د بندلو غوښتنه کوي ، خو امریکایان یې په خلاص ساتلو ټینګار کوي. امریکایانو ياد زندان د دې لپاره د امریکې له خاورې لیري د کیوبا د ګونتنامو په خلیج کې جوړ کړ چې دوی له اوله غوښتل په دغه زندان کې له اسیرو زندانیانو سره داسې غیر بشري معامله وکړي چې خپله امریکايي قوانین يې د امریکاپه داخل کې د هغې معاملې د ترسره کولو اجازه نه ورکوي. امريكايان وايي مونږ ځکه د ګونتنامو له زندانیانو سره د ژنیو د کنوانسیون د مقرراتوخلاف تعامل کوو چې هغوی قانوني بندیان نه دي.

د ګونتامو په زندان کې له تیرو ۱۳ کلونو راهیسي د ۳۵ هیوادونو ۷۰۰ کسان پرته له دې چې کوم جرم ورباندې ثابت شي په کلونوکلونو په متفرق ډول بندکې ساتل شوي . د طالبانو کوم پنځه کسان چې د بندي امریکايي په عوض کې تبادله شول دګونتنامو زندان د۷۰۰ بندیانو له جملې څخه تر ټولو خطرناک کسان ول؛ دغو پنځو واړو بندیانو هغه الزام پرځان منلی وه کوم چې د امریکایانولخوا پردوی باندې لګول شوي وه .

درې کاله له مخه کله چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ایجاد شو نو ترټولو له مخه د طالبانواستازيو له امريكايي جانب سره د همدغو بندیانو د تبادلې خبره مطرح كړه خو امریکایانو يې د طالبانو دغوښتني مطابق د هغوی له خلاصولو سره مخالفت وکړ ، مګر طالبانو بیاهم د تیرو دریو کلونو په جريان کې پرخپلو غوښتنو تر هغو ټینګار وکړ تر څویې په امریکایانو دا خبره ومنله چې د هغوی د اسیر پوځي په مقابل کې له ګونتنامو څخه د دوی ۵ تنه مهم چارواکي ورخلاص کړي . طالبانو په دغه تبادله کې امریکايي چارواکوته داپیغام ورساوه چې که ډیر وخت ورباندې تیریږي او که لیږوخت خو د دوي ترمنځ د مستقیمو اوغیر مستقیمو مذاکراتو محصول به خامخا د طالبانو په ګټه پای ته رسیږي ؛ ځکه هغه اسیران چې امریکایانو هغوی ته د قانوني بنديانو حیثیت نه ورکاوه هغه طالبانو په داسې مهم حیثیت ورباندې ومنل چې د جانبینو د مذاکراتو ټول جريان یې د هغوي په خلاصون پوري مربوط کړ .

همداراز طالبانو د برګډال په تبادله کې امریکايي لوري ته دا پیغام ورساوه چې هر هغه مقاومت چې له ولسي حمایت څخه برخمن وي په بهرني زور سره د هغه له منځه وړل ناشونی کاردی ولوکه د دغه خارجي زور ترشا د ټولې نړۍ پوځي ، سیاسي او اقتصادي ځواک هم ولاړ وي.

طالبانو دبرګدال په تبادلې سره امریکایانو ته داخبره ثابته کړه چې هغوي هم په پوځي او هم په اخلاقي لحاظ پر امریکا او د هغوی پر ټولې ایتلافي ټلوالې غښتلي دي او دغه غښتلتوب يې د الله تعالی له نصرت او بیا د خپل ولس له ملي حمایت څخه سر چینه اخلي نه له خارجي نفوذ او پوځي مرستو څخه.

طالبانو د برګډال له تبادلې څخه په غير مستقيم ډول خپلو جنګیالو ته هم دا پیغام ورکړ چې تاسې نور هم په جنګي محاذونو کې د امریکایانو او بهرنیانو په ژوندي نیولوکې کوښښ وکړئ ؛ ځکه که تاسو د جګړې په ډګرکې یو امریکايي یاکوم بل خارجي پوځي هم ژوندی ونیسئ ، نو د هغه په عوض کې خپل ډیر مهم کسان د هغوئ له اسارت نه راخلاصولاي شئ او هم پرهغی خپلې مهمې غوښتنې منلای شئ.

د طالبانو لخوا د برګډال تبادله د هغوتبادلو د سلسلو تداوم دی کومه چې په ۲۰۰۷کال پیل شوې او د هغې په ترڅ کې دیوه ايټالوي بندي په عوض خپل ۵ تنه مهم چارواکي له بنده راخلاص كړل،او همدا راز يې د همدې تبادلو په ترڅ کې د جنوبي کوریا ټول پوځیان له افغانستانه چټک ایستلو ته اړیستل.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x