خبرونه

کابل: د هليکوپتر لوېدو پېښه کې پنځه بهرنيان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د يوې هليکوپتر لوېدو له کبله پنځه تنه بهرنيان ټپيان شوي دي.

د دفاع وزارت د وياند دولت وزيري رسنيو ته ويلي، دغه هليکوپټر د مارشال فهيم د پوځي اکاډمۍ په داخل کې لوېدلې او له کبله يې پنځه تنه بهرنيان ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د وياند ټام ګريسبک رسنيو ته ويلي چې ياده هليکوپتر امريکايي او ناټو ځواکونو پورې تړاو نه لري.

ځايي سيمه ييزې سرچينې وايي، د پېښې ټپيان بهرني عسکر دي او زياتوي چې د ټپيانو حالت ښه نه دی.

تر اوسه په پېښه کې د ټپي شويو بهرنيانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د چورلکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x