امریکا کې خطرناک توپان د لکونو کورنيو برېښنا پرچاو کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): په امریکا کې د خطرناک توپان او وروښتونو له امله تر اوسه لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او د شل لکو کسانو له کورونو يې برېښنا پرچاو کړې ده، چې له امله يې د ژوند ډېرې چارې په ټپه ولاړې دي.

 د امریکا د هوا پېژندنې اداره وايي، چې د متحده ايالتو په شمال ختيځ ايالت ماريلانډ څخه تر مين اياتل پورې خطرناک توپان، واورو او ورښتونو د لکونو خلکو ژوند له ګواښونو سره مخ کړی دی او د شل لکو او اته زره کسانو څخه يې برېښنا هم پرچاو کړې ده.

د هوا پېژندنې ادارې دغه توپان «بمي توپان» بللی او زياتوي، چې په يوه ساعت کې له سلو تر يو سل او پنځوس کيلومټره مزل کوي، د واشنګټن ښار په ګډون په ګڼو سيمو کې په لارو او واټونو کې اوبو ډنډ ولاړې دي او په دې کال کې دا دوهم ځل دی، چې امریکا کې په دومره پراخه کچه توپان راځي.

 د ماسيچيوټس، نيويارک، ورجينيا او ماريالانډ واليانو په خپلو ايالتونو کې بېړني حالات اعلان کړي دي.

د هوا پېژندنې ادارې ويلي، سره له دې، چې نن توپان لږ کمزوری شوی و، خو اندېښنه يې ښکاره کړې، چې په لنډ وخت کې به د شمال ختيځو ايالتونو کې ګڼې سيمې لاندې کړي او د مرګ ژوبلې د اړولو وېره يې هم ښکاره کړې ده.

امریکايي رسنۍ وايي، چې ورښتونو او توپان په ګڼ شمېر ځايونو کې ونې هم نسکورې کړي، چې له امله يې په کونټينيک، ماريلاند، نيويارک،  وينسلوينيا، وروډ، ايلاند او ورجينيا کې يې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د