براء بن مالک انصاري رضی الله عنه

nakheelدی ببر، خړ سری، خوار او داسي ؤ، چي هډوکي ئي له لیري ښکارېدل، له ډیري خواري  ورته  کتل ډیرګران وو؛ خو له دې سره سره ئي په مبارزه کي په یوازي ځان سره سل تنه وژلي  وو دا له هغو پرته چي له جګړه مارو سره د جګړې په تل کي ده وژلي وو.

نوموړی هغه نوموتی، وړاندي  تلونکی او زړور جنګیالی وو، چي حضرت عمر رضی الله عنه د خپل خلافت په مهال خپلو عمالوته

ليکلي وو چي دی د مسلمانانو د یو لښکر امیر مه ګرځوئ!  ځکه له ده  سره دا ویره وه چي نوموړی به ئي له دې امله هلاک کړي چي ‌ډیر مخ ته ځي.

همدا شخص براء بن مالک انصاري رضی الله عنه درسول الله    ﷺ دخاص خادم انس بن مالک رضی الله عنه ورور  وو، که زه  په  دې  لټه کي شم چي د ده  دغیرت کارنامې ټولي درته بیانوم  نو خبره به ډیره اوږده او ځای به تنګ شي له همدې کبله  د ده د زړورتیا یوه کیسه درته کوم هغه به د نورو کیسو څرک هم په لاس درکړي.

داکیسه له هغو اولو ساعتونو وروسته سمدستي پيلیږي  چي رسول الله    ﷺ وفات وکړ او له رفيق اعلی سره پیوست شو، دا هغه مهال وو چي دعربوقبيلې له دين څخه داسي ډلي، ډلي وتې لکه وړاندي چي په دين کي ډلي، ډلي داخليدې آن چي له مکې، طائف، مدینې او دلته هلته ځينو ډلو ټپلو پرته، پر اسلام هيڅوک پاته نه شول، یوازي ذکر شوي هغه خلک پاتي وو چي خدای ﷻ یې زړه پرایمان ثابت کړی وو.

حضرت صدیق اکبر> د دې  ړندې او هلاکوونکي  فتنې دختمولو لپاره مټي را ونغښتلي او د محکم غره په ډول  ودريد او له  مهاجرینو او انصاروڅخه یې يوولس لښکره  او د همدې لښکرو قائدینو ته یی یوولس بیرغونه  تیارکړل، دوی  دا اتلان  دعربو د جزیرې  شاوخواته ولیږل ترڅو مرتدین  د هدایت او حق لور ته راوګرځوي  او بیرته  د تورو په تیرو سره منحرفين سمي لاري ته راستانه کړي په  مرتدینو کي تر ټولو ځواکمن، جنګيالان او زیات شمیر  د مسليمة الکذاب ملګري بنوحنيفه  وو.

د مسيلمه په وړاندي  د ده  د قوم او حليفانو څلويښت زره سرسخت جنګيالي  راغونډ شوي وو، د دوی  ډیرکسان  له ده سره په ایمان نه بلکي په عصبيت  ورسره  ولاړ وو او ځينو به یې  ویل : موږ  پر دې ایمان لرو چي مسيلمة  درواغجن  او محمد   ﷺ رښتونی دی؛ خو د ربیعه درواغجن «مسيلمة» موږ ته  د مضر تر صادق «محمد   ﷺ » ډیر غوره دی، مسيلمه د مسلمانانو هغه اولني لښکر ته غوڅه ماتي ورکړه چي د عکرمه رضی الله عنه بن ابي جهل په قیادت کي مقابلې ته ورغلی او شاتګ ته یې اړ ایست، حضرت صدیق اکبر> دوهم لښکر د خالدبن وليد رضی الله عنه په قیادت کي ور وليږی اوپه  همدې لښکر کي یې  دانصارو او مهاجرینو مخور اشخاص هم ورسره ليږلي وو د همدې مخورو په لړ کي يو هم د مسلمانانو له اتلانو څخه براء بن مالک انصاري رضی الله عنه وو.

د نجدپه يمامه سیمه کي دواړې ډلي سره مخامخ شوې، د لږ وخت له تیریدلو وروسته يوځل بیا د مسيلمة  تله درنه  او د مسلمانانو د جنګيالو تر پښو لاندي مځکه  ولړزیده او هر یو د خپل  موقف  پريښودلو ته  اړشو، آن چي د مسيلمة ملګري د خالدبن وليد رضی الله عنه خيمو ته  ورسیدل  اوله بیخه يې وکښلې، که چیري  د مسیلمة  یو ملګري  پناه نه وای ورکړې نژدې  وو چي دخالدبن وليد رضی الله عنه  میرمن ووژني.

په  دې وخت کي مسلمانانو يو ستر مهلک خطر احساس کړ اوپه دې پوه شول چي که مو داځل  دمسيلمة په مقابل کي شکست وخوړ بیابه نو د تل لپاره د اسلام پايه ټینګه نه شي اونه به د واحد لاشريک ذات خدایﷻ عبادت په ټوله جزيره عرب کي وشي.

حضرت خالدبن وليد> خپل لښکر ته متوجه شو بیرته یې له سره تنظيم کړ مهاجر يې  له انصارو او د صحرا او سيدونکي  یې له دوی  دواړو بیل کړل او د هر پلار او ټبر خلګ یې تر یوه بیرغ لاندي راټول کړل تر څوپه جګره کي د هرې ‌ډلې بهادري  معلومه شي  او دا څرګنده شي چي مسلمانانو ته له کوم لوري شکست راځي.

د دواړو  ډلو تر منځ داسي درنه او هلاک کوونکې جګړه  ونښته  چي تر دې  وړاندي  يې د مسلمانانو په جګړو کي ساری موجود نه وو، د مسیلمه قوم د جګړې په ساحو کي داسي محکم  او ثابت ولاړ وو لکه ستر ستر غرونه او هرڅومره  مرګ ژوبله چي به ور رسيدله  دوی یې هيڅ باک نه درلود، مسلمانانو هم داسي حیرانوونکې  کارنامې تر سره کړې که چیري سره جمع شي یو ستر او ضخيم  کتاب به ورڅخه جوړ شي.

ثابت بن قيس چي د انصارو د بیرغ مسؤل  وو خوشبویي یې لګولې، کفن یې تړلی، خپل ځان ته یې په مځکه کي کنده پري وه  او تر ځنګنو پوري ورپکښي پټ وو او په خپل مو قف کي محکم  ولاړ وو تر هغو یی د خپل قوم له بیرغ څخه دفاع کوله  آن چي شهیدشو.

له بل لوري د حضرت عمر> ورور«زیدبن خطاب رضی الله عنه » په خلګو کي نارې  وهلې: ای خلګو!  غاښ وچيچئ پر دښمن حملې وکړئ  او مخ  په وړاندي  ولاړشئ! اي خلګو! والله که زه له دې  وروسته تر هغوبله خبره وکړم ترڅوچي مسيلمة ماته نه وي خوړلې او یازه په شهادت رسیدلی نه یم او د خدای ﷻ  په وړاندي مي خپل حجت نه وي پیدا کړی، ورپسې يې پر دښمن بريد ښخ کړ ترهغو  وجنګيد آن چي  په شهادت ورسید.

همدا راز له بل لوري د ابوحنيفه غلام«سالم» د مهاجرینو بیرغ اخیستی وو، د ده  قوم  پر ده  ویریدی چي ضعیف  او یا شاته  نشي؛ نو یې ورته وویل : له موږ سره  دا ویره ده چي مسلمانانو ته به ماتي ستا له له لوري راشي، ده  وویل : که چیري تاسوته ماتي زما له لوري راغله؛ نو زه به د قرآن یو ډیر بد حامل یم؛ وروسته یې  د خدایﷻ  پر دښمنانو برید وکړ آن چي په شهادت ورسید؛ خو د دې  ټولو اتلولۍ د براء بن مالک> د اتلولۍ په وړاندي ډيري  ټيټي بريښي ، لوی  خدای ﷻ  دي له دوی ټولو څخه راضي شي.
هغه داسي  چي خالدبن وليد> وليدل  چي  د جګړې تنور په ګرميدو دی؛ نو براء بن مالک  ته یې وکتل او ویې ویل : ای د انصارو زلميه! دوی ستا تر قوماندې لاندي دي!  براء خپل قوم ته وکتل او ويی ويل: ای د انصارو ډلې! هيڅوک دي نور دا فکر نه کوي چي مدینې ته به ستنيږي  له دې وروسته ستاسو لپاره مدینه نه شته، خدای  واحد لاشریک دی بیا جنت دی!

له دې سره سم  ده  او ورسره مجاهدینو برید پيل کړ، نوموړي  صفونه  ونړول  د خدای ﷻ د دښمنانو پر ورميږونو يی داسي ګذارونه وکړل چي ورسره مسيلمه او د ده  د دښمنانو پښې  ولړ زیدې  او ټولو هغي  باغچې ته پناه یووړه چي د تاريخ په کتابونوکي په« حديقة الموت» سره شهرت لري دا ځکه هلته  د دښمن زیات  شمیر جنګيالي ووژل شول .

حديقة الموت ډیره  پراخه  او د لوړو ديوالو لرونکې باغيچه وه، مسیلمه او ورسره د ده زرګونو جنګيالو په ځانو پسي د باغچې  دروازې  وتړلې او د هغې په لوړو دیوالو یې پناه وغوښته او ځانونه یې خوندي کړل او له دننه لوري یې پر مسلمانانو د غشو وارونه پيل کړل داسي غشي را اوريدل لکه باران، په دې وخت کي د مسلمانانو ستر اتل او زړور مجاهد براء بن مالک رضی الله عنه را وړاندي شو او ویې ویل : ای قومه! ما پر ډال  کښيږدئ، ډال پرنیزو پورته کړئ او ما دروازې ته نژدې د باغچې دننه لورته ګوزار کړئ ! یابه شهید او یابه تاسوته  دروازه درخلاصه کړم.

د سترګو په رپ کي براء بن مالک > پر  ډال کښيناست  نوموړی  ډير له تنه  خوار وو، لسګونو نیزو پورته  د مسیلمه د زرګونو لښکر په منځ کي ګوزار  کړ او هغوی ته د ده  ورغوځونه یو آسماني تندر وو، نوموړي تر هغو  دحدیقة  الموت  د دروازې په وړاندي جګړه کوله او توره یې د دوی په ورمیږو کي چلوله ترڅو چي  یې بالاخره لس تنه ووژل او دروازه یې په داسي وخت کي پرانیستله چي تر اتیاوو زیات  زخمونه  یې پربدن  دتورو، غشو او نیزو جوړ  وو، مسلمانان حديقة الموت ته تر دیوالو او دروازو ورتوی شول  اوپه هغو مرتدینوکي یې توري ښخي کړې چي دباغچې په دیوالوکي  يې پناه اخیستې وه آن چي قریب شل زره جنګيالي یې په قتل ورسیدل، مسلمانان مسيلمة ته  ور ورسیدل او په وینوکي لت پت یې پر مځکه راڅملاوه.

براء بن مالک رضی الله عنه یی په دې منظور خپلي خیمې ته  راووړ چي تداوي یې وکړي، خالدبن وليد رضی الله عنه پوره  یوه  میاشت د ده پايوازي کوله  او د ده ټپو نه یې درملول څو چي خدای ﷻ شِفا ورکړه  او د ده په لاس سره خدای ﷻ مسلمانانو ته بری ورپه برخه کړ.

براء بن مالک > هغه شهادت ته  ډيره تلوسه درلوده  چي د حديقة  الموت د جګړې پرمهال ورڅخه فوت شوی وو!  نوموړي به تل یوپه بل پسې جګړو کي په دې منظور برخه اخیستله تر څو خپل ستر هدف شهادت تر لاسه کړي او د ده  د رسول الله    ﷺ  پيوستون او دیدار ته ډيره بیړه وه چي بالاخره دفارس په سیمه کي د«تستر» دفتحي ورځ راغله،فارسيانوپه يوه مضبوطه کلا کي پناه واخیسته او مسلمانانو دوی محاصره کړل او د کلابندي کړۍ ئی داسي پرې راوستله لکه پر مړوند چي بنګړي راتاو وي،کله چي محاصره اوږده  او فارسیان په تکليف شول؛ نو د کلا له پاس لوري به ئی اوسپنيز  ځنځيرونه چي د فولادو نوښخونه به ئی په سرو کي وو او په اور به ئي دومره ګرم کړي وو لکه سکروټې راوځړول، د مسلمانانو  په بدنونو پوري به ونښتل، دوی به په داسي حال کي پورته کول چي یا به مړه  او یابه مرګ ته نژدې وو، له هغو ځنځيرونو څخه  یو د براء بن مالک رضی الله عنه په ورور «انس رضی الله عنه » پوري  وموښت، براء چي کله وليد د دیوال لورته په منډه ورغی او هغه ځنځیر ئي ونیو چی د ده په ورور پوري  بندوو هغه نوښخونه  د ده له ورور څخه په داسي ډول بیلول  چي د ده لاس يی سوځی او دود ترې ولاړېدی؛ خو ده هيڅ  پروا نه پرې کوله آن چي خپل ورور يی ورڅخه خلاص کړ او په داسي ډول مځکې ته راکوز شو چي د لاسو غوښې یی نه وې او خاص هډوکي پاته وو.

په همدې جګړه کي براء بن مالک رضی الله عنه له خدای ﷻ څخه وغوښتل چي شهادت یې په برخه شي، خدای ﷻ یې دعا قبوله  کړه او په داسي حال کي شهید شو، چي نورو ملګرو دخدای ﷻ دعطاء له امله غبطه ورسره کوله.

لوی خدای ﷻ دي  د براء بن مالک رضی الله عنه  مخ په جنت کي تازه او سترګي دي د نبي کريم   ﷺ په ديدار يخي کړي، لوی خدای ﷻ دي له ده او دی له ځانه راضي کړي .

 

له (صور من حياة الصحابة) نومي کتاب څخه

را أخيستنه: مولوي ميرزامحمد شکيب



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.