نظــر

د بندیانو تبادله زمونږ د دښمن پر مخ بله څپېړه

 

د کیوبا د ټاپو په ګوانتنامو زندان کې د اسلامی امارت بندی مشران هغه کلیدی شخصیتونه وو، چې له تېرو دریارلس کلونو راپدېخوا یې په پوره استقامت د زندان سختیو ته سینه سپر کړې وه.

د همدې مشرانو د ازادۍ هیلې هغه وخت را وټوكېدې، چې له نن څخه پینځه کاله او څلور میاشتې مخکې د پکتیکا په یوسف خېلو کې د امریکا د پوځ بریدمن “باو بریګډال” د اسلامی امارت د پیاوړی زمری “مولوی محمد فاتح سنګین” لخوا اسیر شو.

امریکایی ځواکونو د خپل بریدمن د بېرته ازادولو لپاره په پکتیکا او ګاونډیو ولایتونو کې بېلابېل پراخ عملیات وکړل، خو هیڅ هم په ګوتو ورنغلل.

که څه هغه وخت د مجاهدینو په منځ کې دا ګنګوسی اورېدل کیدو، چې بریګډال یو ځل د تېښتې په هڅه کې له مجاهدینو څو ورځې نادرکه شو، خو په سیمه کې د نابلدتیا له امله پدې ونه توانېد، چې ځان د بهرنیانو کومې اډې یا د کرزی د ادارې کومې پوستې ته ورسوی، بلكې د مجاهدینو د پراخ لټون په پایله کې په درې ورځو کې بېرته ونیول شو، خو دا خبره په رسمی یا مؤثق شکلنده تائید شوې.

 

د ګوانتنامو له زندانه د همدې ازادو شویو بندیانو د ازادۍ هیلې هغه وخت لا تاندې شوې، چې په قطر کې د اسلامی امارت د سیاسی نماینده ګۍ راپورونه ورکول شول او بیا له هغې دوه کاله وروسته په قطر کې په رسمی ډول د اسلامی امارت سیاسی دفتر پرانیستل شو.

د سیاسی دفتر له پرانېستلو سره سم د امریکا لوړپوړو چارواکو او د اسلامی امارت د سیاسی دفتر ځینو غړو څرګنده کړه، چې دوی به تر هر څه لومړی د اسیر امریکایی پوځی او په ګوانتنامو کې د بندی طالب مشرانو په اړه سره خبرې پیل کړی.

که څه هم د سیاسی دفتر د پرانیستو په څرنګوالی د کرزی ادارې منفی جانب ونیو او د دفتر د بېرته تړلو هڅې او غوښتنې یې وكړې او تقریبا همداسې څرګنده هم شوه، چې ګوندې د كرزی د ادارې په فشار دفتر وتړل شو، خو حقیقت داسې نه و، بلكې یوازې د کرزی د ادارې اړیكې له دفتر سره پرې شوې او د کرزی د ادارې موقف پخپله دوی ته په زیان تمام شو.

د سیاسی دفتر هغه مدبرانه موقف چې د همدې بندیانو د تبادلې په اړه یې نیولی و، تېره ورځ یې پایله راووته او لکه څنګه یې چې ویلی وو په هماغه ډول او په هماغه شمېر بندی مشران یې زرګونه میله لرې د کیوبا له ټاپو څخه ازاد کړل.

که څه هم مقابل لوری (امریكا) پرلپسې هڅې وكړې، چې د بندیانو د همدې تبادلې په اړه اسلامی امارت له خپل موقف څخه په شا یا یې د بدیل په منلو رضا کړی، خو په دې هڅو کې یې هیڅ ونشو کړای.

امریکا ځکه دا څو کاله د بندیانو د تبادلې لار نه خپلوله،ځکه چې په قانون کې یې دا کار ممنوع و او دې کار په نړۍ کې د امریکا رسوخ ته صدمه رسوله او د امریکا پر ماتې یې دلالت کاوه، خو سره له استخباراتی او اقتصادی ځواکه یې ځان لدې ماتې ونشو ژغورلی او په مایوسۍ یې د اسلامی امارت غوښتنې ته سر ټیټ او ملا کړوپه کړه.

د یو براعظم او د سلګونه ملیونو وګړو قانون ننګول او د نړۍ د ستر ځواک غرور خپلو پښو ته راغورځول کومه وړه خبره نده، بلکې دا کار د اسلامی امارت په خلوص، رښتینتوب او هر اړخیز ځواک دلالت کوی.

د یو امریکایی سرتېری په بدل کې په دومره دیپلوماتیکی او جګړه ییزو تاکتیکونو له زندان څخه د خپلو پینځو پیاوړو مشرانو ازادول په نظامی ډګر کې زمونږ د ماتې خوړلی دښمن پر مخ د دیپلوماسۍ (سیاست او خبرې) په ډګر کې د شکست داسې څپېړه ده، چې پېړۍ پېړۍ به یې پر مخ د شرم خولې لیدل کېږی. او د اسلامی امارت لپاره داسې د ویاړ ډك ګام دی، چې تاریخ به یې هېر نشی کړای.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x