د راشد خان په مشرۍ ملي لوبډلې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او سکاټلېنډ ترمنځ لومړۍ یو ورځینۍ لوبه کې سکاټلېنډ لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د ۲۰۱۹م کال یو ورځیني سیالیو لپاره د غوراوي پړاو لومړۍ لوبه چې راشد خان یې په لومړي ځل لوبډلمشري کوله، د افغانستان په ماتې تمامه شوه.

په یاده سیالۍ کې لومړۍ لوبه افغانستان ترسره کړه، چې د پېل لوبغاړي یې د تمریناتي سیالیو په څېر بیا ژر وسوځېدل، لومړۍ ویکټه احسان جنت، دویمه رحمت شاه، درېیمه ناصر جمال او څلورمه محمد شهزاد له لاسه ورکړه، په دې وخت کې د افغانستان په ۱۸ اورونو کې ۷۱ منډې وې او څلور لوبغاړي یې له لاسه ورکړي وو.

وروسته د محمد نبي او نجیب ځدراڼ په زړه پورې ملګرتیا منډې تر ۲۲۰ ورسولې چې نجیب ځدراڼ خپله ویکټ له لاسه ورکړه، ددواړو ترمنځ د ۱۴۹ منډو ملګرتیا ترسره شوه، محمد نبي ۹۲ او نجیب ځدراڼ ۶۷ منډې جوړې کړې او وسوځېدل.

له دې وروسته بیا افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل چې په پای اور کې یې ۲۵۵ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوځېدل.

په ځواب کې د مجیب ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونې د سکاټلېنډ دواړه لومړي توپوهونکي په لومړي سر کې وسوځول، وروسته هیڅ کوم افغان توپ اچونکی ونه توانېد د سکاټلېنډ کوم لوبغاړی وسوځوي، خو په پای کې کله چې لوبه د افغانانو له لاسه وتلې وه راشد خان ویکټ ترلاسه کړه.

همدا ډول سکاټلېنډ لوبډلې په ۴۷ اورونو کې ټاکلی هدف پوره کړ او افغانستان ته یې د ۷ ویکټو په توپير ماتې ورکړه.

ددوی لخوا کالم مکویلډ په زړه پوره لوبه نندارې ته وړاندې وکړه او سلیزه یې ووهله، د نوموړي په پاڼۍ کې ۲۳ څلوریزې او یوه شپږیزه شامله وه، او د غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.

د افغانستان لخوا مجیب ځدراڼ دوه، او راشد خان د ۶۸ منډو په بدل کې یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د غوراوي سیالیو دویمه لوبه به د سې شنبې په ورځ په شپږمه نېټه د زمبابوې په وړاندې ترسره کړي، چې په کې افغان لوبډلې ته بریا اړینه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د