لیکوالي مېړانه او ملي دریځ غواړي

آصف خواتي

پوره شپاړلس کاله کیږي چې په هیواد کې د لسګونو زرو هیوادوالو ککرۍ والوتلې ، خو ډیری لیکوالان مو لادا پوښتنه کوي چې د هیواد د روانو جګړو لامل څه دی ؟ څه باید وشي چې هیوادته سوله او ټیکاو راستون شي؟ یو شمیر یې پړه پر ګاونډیانو اچوي ، بله ډله یې ولس ملامتوي چې ګواکې د ښو او بدو توپیر نشي کولای او د واکمنۍ په وړاندې جنګیږي هغه څه چې د افغان ولس څرګند سپکاوی دی.

هیره نشي چې د هربغاوت احساس په ظلم کې پروت دی او له بله پلوه افغانانو هیڅکله هم پخپله خاوره کې د پردیو لښکرو او په تیره هغوی چې ور سره ګډ دیني او مذهبي وجوهات ونلري، شتون نشي زغملای.

هغه لیکوال چې له ولس څخه سر راپورته کړی وي ، د خلکو د ارادې ممثل او ترجمان وي، خپل ولس ته د درناوي ترڅنګ د هغه څخه زده کړه کوي، ولس او تاریخ خپل لارښود او سلاکار ګڼي. خو هغه ډله لیکوالان چې خپل ولس ناپوه شمیري، د خپلو خلکو لپاره نه لیکي او د ولس اراده نه تمثیلوي. د دې ډله لیکوالو له داډول دریځ نه بریښي چې هغوی د دري ویونکو په خبره « خود را به کوچه حسن چپ میزنند»، د دې وړتیا او مېړانه نلري چې رښتیا ووایي او یا د ذهني پلوه تر دې کچې کمزوري دي چې د یوې نیمې لسیزې په تیریدو سره یې ندي درک کړي چې ولې یې په هیوادکې جګړه روانه ده ؟ او په دې نه پوهیږي چې هیوادوال یې د خپل هیواد د خپلواکۍ د ګټلو په موخه قرباني ورکوي او د خپل هیواد ګوټ ګوټ یې نیواکګرو او د هغه ګوډاګیانو ته په سمنټي قفسونو اړولی دی.

لومړی ډلې لیکوالو ته چې د واقعیتونو د بیانولو وړتیا او میړانه په ځان کې نه ویني غوره داده چې د لیکوالۍ پر ځای شعرونه ووایي اویا ټوکې ټکالې ولیکي .

دویمې ډلې ته په کار دي چې کومه بله بوختیا ولټوي ځکه چې لیکوالي او روشنګري د ځیرکو ، حساسو او ملي دریځ خاوندانو سره ښایي نه د ذهني پلوه کمزورو وګړو سره .

البته د دې لنډې لیکنې موخه حکومتي د قلم او نظر خاوندان نه دي چې د درباري شاعرانو په شان موسمي شعرونه وایي، یا دسلطان او امیر لپاره قصیدي او د هغه د مخالفانو په پته مذمت نامې لیکي. شاعرصفته لیکوالو ته نن سبا واقعبینه وطنوالو ښه او پرخای نوم (خیاط) موندلی دی چې چارواکو ته د شرم پرتوګونه ګنډي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د