نړۍ

ايران کې سخت توفان پنځه تنه وژلي او دېرش نور ټپيان دي

د ايران پلازمينه تهران کې د سخت توفان او باد وباران له امله پنځه تنه وژل شوي او دېرش نور ټپيان دي.

راپورونه وايي، چې پلازمېنه تهران کې بريښا او د ژوند نورې اړينې اسانتياوې له منځه تللي او خلکو کې سخته وېره او ترهه خپره ده.

د ايران د هوا پيژندې کارپوهان وايي، چې په تهران راغلی توفان يو بې ساري توفان دی.

د توفان له امله د تهران هوايي ډګر ټول پروازونه منسوخ شوي او اطفائيې ته د تيارسئ امر شوی.

 

خبر زياتوي، چې لومړی اټکل دا و، چې کيدای شي دغه توفان بېرته ژر ودريږي، مګر د هوا پيژندنې کارپوهان وايي، چې دغه توفان کيدای شي، څو ورځې دوام وکړي او د مرګ ژوبلې خطر هم له ځان سره لري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x