سپرلیه ! زموږ سیمې ته په کومو سترګو راځې

لیکنه: مولوي ضیاءالحق صدیق یار

سپرلی هغه موسم دی چي په راتلو یې زخمي زړونه ټکوریږي، معطره هوایي د هیواد دنګ او اسمان څکو غرونو ته نوې ساه ور بښي، بلبلان په ترنم راولي، د شپانه شپیلۍ په نوي کیف را اوروي، غاټولان او ګلابونه راټوکوي، د سهار نسیم یې د جسماني او روحاني مریضانو دردونه ټکوروي.

خو اوس سپرلی داسي نه دی.

هوکې…

اوس انقلابي سپرلی دی

اوس هغه پخوانی سپرلی نه دی بلکې له هغه سره بلا زیات توپیر لري.

اوس سپرلی خوږې وږمې نه راوړي اوس یې د سبا باد د خوښیو نه بلکې دغم زیري راوړي، اوس ګلان ټوکوي نه بلکې رژوي یې، اوس د شپونکي شپېلۍ نشته هغه چي د غرونو سردرې به پرې ښکلي وې اوس د شپونکي د شپیلۍ ځای د رقیبانو ډرون طیارو خپل کړی شپونکی شهید دی.

د غرونو مرغان او بلبلان اوس غاړي نه کوي بمبار شوي دي او ځالي یې ړنګي دي، اوس د هیواد په لر او بر کې شنې اوبه نه بهیږي پر ځای یې د سرو وینو ویالې رواني دي.

اوس ماشومان کتابونه نه را اخلي کتابونه ایږدي او پر ځای یې ټوپک را اخلي، مدرسې او مکتب ته نه ځي سنګر ته ځي او د سنګر شعبه فعاله ساتي.

اوس تاته وایم سپرلیه په کومو سترګو زموږ چم ته راغلې آیا ودې لمانځو؟

سپرلیه ! زموږ سیمي ته په کومو سترګو راغلې ؟

سپرليه!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د