د بلخ لپاره د عطا نور په خوښه نوی والي ټاکل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل):د ګډ حکومت سرچينو منلې چې د ارګ او عطاء نور تر منځ دوو ورځنيو خبرو په بریا پای موندلی.

د ارګ له لوري د بلخ جنجالي والي عطاء محمد نور ته د ملي امنيت رئيس معصوم ستانګزی او د اشرف غني د دفتر رئيس سلام رحيمي د خبرو اترو په پار لېږل شوي وو.

د ګډ حکومت د سرچينې په اساس ارګ او عطاء نور له اوږدو خبرو اترو وروسته موافقې ته ورسېدل ، دوی وايي عطاء محمد نور به دنده پرېږدي خو نوی ټاکل کېدونکی والي به د عطاء نور په خوښه راځي.

ارګ او عطاء نور پر دې هم پرېکړه کړې چې د اشرف غني له لوري بلخ ته نومول شوی والي انجینر داود به د والي په توګه نه اعلانيږي.

د بلخ والي د پخواني ولسمشر حامد کرزي له وخته خپلسری پېژندل کېږي او د ګډ‌ حکومت په راتلو اشرف غني ګواښ کړی و، چې دی به عطاء نور له دندي ګوښه کړي، خو هغه له غربي رسنيو سره په مرکو کې هغه مهال ګواښ وکړ چې «د چا پلار يې هم له ولايته نشي لري کولای.»

په دې وروستيو کې د اشرف غني له لوري د بلخ ولايت لپاره د عطاء محمد نور پر ځای انجینر داود د بلخ والي وټاکل شو خو لا ارګ بریالی شوی نه دی چې عطا نور ګوښه کیدو ته اړ کړي او پر ځای یې خپل ټاکلی والي رسماً معرفي کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mohammad ehsan
میلمه

نو داچې والی د نور په خوښه شو بیرته همغه خبره شوه .څکه والی نور مفرر کړ ،نه غنی .

عبدالهادی امینی
میلمه
عبدالهادی امینی

سلام
که زه غنی ږای د چوکی ګوښه کیدلم. یا می دا نور بی نور کوی. خو اوس هغه اش هغه کاسه ده. به شرمو وشرمیدلو.