نظــر

سپینې پګړۍ، سپینه ماڼۍ ماته کړه!

د کیوبا هغه غازیان چې د پوچ سترګي وحشي دوستم له لورې، په مزار کې ورسره د تاریخ ستر غدر ترسره شو، د په جنګي کلا کې یو شمیر طالب زلمیان په بې رحمانه ډول په شهادت ورسول شوه. د ملا فاضل اخوند او ملا نورالله نوري اخوند ترڅنګ یو شمیر طالبان CIA ته وسپارل شوه او د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف، په غدر او دوکه د کیوبا ګوانتنامو زندان ته ولیږدول شوه

.

هغه مهال چې طالب زندانیان یو ځای سره راټول کړای شوي وو او ملا فاضل اخوند وروستۍ وینا ورته کوله، له نن ورځ سره مقایسه کړئ هغه څه به درښکاره شې چې د طالب مشرانو او ملافاضل حفظه الله د مظبوط ایمان، د اسلام سره د بې کچه مینې او قوې ارادې ښکارندويي کوي.

ملا فاضل خپلو ځولنه ملګرو ته داسې وايي:
«ګورئ دافکر ونه کړئ، چې موږ داسلام لپاره څومره ستره قرباني ورکړه او بیا داسې غدر راسره وشو، زموږ او تاسو دعوه خورا ستره ده، زموږ او تاسو دین او سپیڅلی ارمان تردې په لویو قربانیو باندې ارزي، د دې دین لپاره که تاسو په کانتینرونو کې شهیدان شوئ، مګر د خدای نازولي پیغمبران پرې له سره ترپښو پورې اره شوي دي، په ژوندوني اور ته غورځول شوي او د خدای محبوب صحابه کرام د همدې دین او ارمان په خاطر په دار راځړول شوي، او په تیلو کې ایشول شوي».

ملافاضل اخوند د همسنګرو یارانو سره د وخت د فرعون له لورې د ګوانتنامو کړغیرن زندان ته ولیږدول شو، افغانستان د اسارت په زنځیرونو وتړل شو او د کیوبا د زندانیانو ترڅنګ د ټولو افغان مجاهدینو د ختمولو لوړو لوړو دعوو زور واخیست.

د ګوتو په شمار سرسپارلو طالبانو د امیرالمؤمنین په مدبرانه او زیرکه قیادت کې د نړیوال ښکیلاک پر خلاف سر په تلې کې ونیو.
هغه طالبان چې دوی یو وړوکې ګوند باله په دروند ولسي خوځښت بدل شو، د ښکیلاک ګرو داړې يې ورچینګې کړې او د سولې نغارې يې وډنګولې.

د طالبانو سره د مذاکراتو په نوم د سترو جنایتونو د ترسره کولو باوجود طالبان د الهې حکم مطابق سولې ته حاضر شول، په قطر کې د امارت اسلامې د دفتر خلاصولو فیصله وشوه.

د اټکلونو او انګیرنو عین مطابق یو وار بیا طالبان تر سیاسې فشار لاندې ونیول شوه، وطن دښمنه ارګ میشتو او صلیبي داړه مارانو موقع غنیمت وبلله او یو وار بیا يې د طالب مشرانو قوې عزم وآزمایه، خو د تل په څیر سپینه پګړۍ وال د سپینې ماڼۍ والو په وړاندې پخپل دریځ کلک او په سترذات متکي پاته شول، نه يې د ویرې له امله صلیبي داړه مارانو ته سرټیټ کړ او نه له خپل مثبت دریځ څخه پر شاه ولاړه.

د قطر دفتر د خبرونو له سرټکو څخه ورک شو، د صلیب تبلیغاتي مامورینو او د وطن دښمنانو رنګارنګ شننو او تبصرو ته برید خښ کړ، ترڅو د افغانانو وروستی امید او د طالب مجاهدینو اذهان مشوش کړي او طالبان بلواک او کاواک ثابت کړي.

سپین پګړیو د دفتر د پیل پر مهال وویل چې زموږ اولنی اقدام به د زندانیانو تبادله وي.
او دا هغه څه وه چې امریکايي اساسې قانون اجازه نه ورکوله، د امریکا قانون د زندانیانو تبادله د امریکايي غرور ضعف بولي او د هیڅ یو هېواد سره د زندانیانو د تبادلې معاهده نه لري.

د قطر دفتر پخپل یو کلن بهیر کې د ویښ او مدبرانه سیاست له کبله د امریکا اساسي قانون وننګاوه او د امریکایانو ضعف يې د طالبانو په وړاندې د نړۍ پر پام ښکاره کړ.

هغه اتلان چې تاریخ به يې نوم په ویاړ لیکي او اسلامي امت به يې د خپل عظمت مینارونه ګڼي، نن د قطر د دفتر له برکته زموږ ترمنځ مبتسم دي، هغه اتلان چې دولس نیم کاله وړاندې يې د اسلام د سرلوړۍ لپاره ورکړې قربانۍ د فخر وړ نه بللې، دولس نیم کاله نور يې د اسلام د عظمت لپاره صلیبي وحشت وګاله خو د اسلام عظمت، فوقیت او سپینه پګړۍ يې د سپینې ماڼۍ غرور ته ښکته نکړه، په دنګه او هسکه غاړه نن د عمري لښکر له کاروان سره یو ځای شول.
دوی اوس هم خپل خدمت کم بولي؛ خو زموږ لپاره ویاړ دی او راتلونکی نسل به يې قربانیو ته د سلام ترڅنګ د نوم پر یادولو فخر کوي او وايي به:
یو څو سپین پګړیو د سپینې ماڼۍ غرور له خاورو سره خاورې کړ او د وخت له فرعون څخه يې په وچ زور آزادي واخیسته!

د آزاد، خپلواک او اسلامي افغانستان په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x