افغانستان

ننګرهار: د ایمل خان لېسې ته اور اچول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو د ایمل خان لېسې ته اور اچولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، تېره شپه ناپېژانده وسله وال د ایمل خان لېسې ته ننوتي، د لېسې دوه ساتونکي یې تړلي او وروسته یې لېسې ته اور اچولی دی.

د خوږیاڼي په خبره، د اور لګېدنې له امله ټول کتابونه سوځېدلي او د لېسې ودانۍ ته هم زیان رسېدلی دی.

د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند اصف شینواري ویلي، د اورلګېدنې له امله د لېسې ځینې وسایل، کتابتون او ځینې ټولګي سوځېدلي دي.

ایمل خان لېسه په ننګرهار کې تاریخي لېسه ده، چې اوس مهال پکې د سهار له خوا هلکان او د ماسپښین له خوا پکې نجونې زده کړې کوي.

تراوسه د یادې د لېسې د سوځېدنې مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو له دې وړاندې په ننګرهار کې د لېسو، مسجدونو او قبرونو ورانولو کارونه د داعش ډلې کړي وو او هم یې مسوولیت منلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x