افغانستان

امريکايي ډيپلوماټ: د سولې خبرو د پیل لپاره باید امریکا د وتلو مهالویش اعلان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): په پاکستان او افغانستان کې پخوانی امریکايي ډیپلوماټ رورل مېلر وايي، چې د سولې خبرو تر پیل وړاندې امریکا باید د خپلو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړي.

مېلر وايي، د امریکا له لوري دغه مهالوېش کولی شي چې د سولې د خبرو لپاره لومړنی بستر تیار کړي.

امریکايي ولس، لوېدېځي رسنۍ او سیاسي مبصرين پرلپسې پر امریکايي چارواکو د جګړې د ختمولو غږ کوي، خو سپینې ماڼۍ لا هم د خپلو ځواکونو د وباسلو په تړاو څه نه دي ویلي.

دغه امریکايي ډيپلوماټ وايي چې د سولې خبرو تر پیل وړاندې باید امریکا دا په ډاګه کړي چې که سوله وشي دوی په څومره وخت کې خپل ځواکونه وباسي.

طالبانو هم پرلپسې پخپلو اعلامیو او تبصرو کې روښانه کړې، چې د بهرنیانو له لوري د وتلو له مهالویش پرته سوله امکان نه لري.

هغوی ټینګار کړی چې تر څو دلته یو بهرنی پوځي موجود وي، دوی به جګړه پر مخ وړي.

په ورته وخت کې افغان حکومت بیا وايي چې طالبان دې لومړی له دوی سره خبرې پیل کړي، خپلې غوښتنې به په دې مېز یادوي او دوی به بیا پرې غور کوي.

ډاکټر غني د کابل پروسې په دویمه ناسته کې پر طالبانو غږ وکړ، چې دوی بې قیده او شرطه خبرو ته حاضر دي.

د سیاسي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي، په دې غونډه کې د ولسمشر له لوري وړاندې شوې طرحه د هغه له وسه بهر او یوه دوکه ده.

هغه پخپله تازه لیکنه کې لیکلي: «که د ولسمشر تیرو وعدو او کړنو ته نظر وکړو نو معلومیږي چې د ولسمشر دا د سولې طرحه افغان ولس ته یوه داسې دوکه ورکول دي، چې عملي کول یې د ولسمشر له وس څخه بهر دي او غواړي چې په دې کار سره افغانانو ته ځان سپین او د ولس خیرخوا معرفي کړي او د خپلو ظلمونو، وحشتونو او بمباریو پړه پر طالبانو واچوي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx