افغانستان

د ملي شورا لسګونو غړو ژمنۍ رخصتي په هند او دوبۍ کې تېره کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د ملي شورا ګڼو غړو ژمنۍ رخصتي بهرنیو هېوادونو کې په سیاحت تېره کړې ده.

مسیر ورځپاڼه په متحده عربي امارتو کې د افغان سفارت د یوې سرچینې په حواله لیکي، چې د ملي شورا د رخصتیو په لومړیو ورځو کې تر ۱۲۰ ډېر استازې یوازې دوبۍ ته په چکر تللي دي.

سرچينه وړاندې زیاتوي چې د ملي شورا تر ۴۰ ډېر استازي بیا هند ته په چکر تللي دي.

له قانوني اړخه د ملي شورا ژمنۍ رخصتي د خپلو مؤکلینو د ستونزو اورېدو لپاره ځانګړې شوې ده، خو ډېری استازي پر يادو هېوادونو سربېره ګڼو اروپايي هېوادونو ته هم په سیاحت تللي دي.

سپوږمۍ راډيو پخپله فیسبوک پاڼه نظر پوښتلی، چې «په پارلمان کې ستاسو استازو د خپلو رخصتيو پر مهال ستاسو له سيمې ليدنه وکړه؟»

په شاوخوا درې زره تنو کې ۹۴ سلنه کسانو «نه» ځواب ویلی دی.

مسیر ورځپاڼه د چارو د کارپوه جیلاني ځواک په حواله لیکلي، چې دغه استازي قانوني استازي نه دي، بلکې پخپلو شخصي چارو بوخت دي.

هغه زیاتوي: «د وکیلانو بې پروايي د دې لامل هم شوې چې حکومت ولسي جرګه بې ارزښته وبولي او هېڅ پرېکړې ته یې درناوی ونه کړي.»

یاده دې وي ملي شورا تر خپلې قانوني مودې اوښتې او لا هم پر حکومت د ټاکنو کوم فشار نه راوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x