غزني: د اربکیانو پر ضد لاریون نن هم روان دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د غزني د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکو لاریون نن درېیمې ورځې ته هم غځېدلی او د کابل ـ کندهار لویه لاره یې د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.

د قره باغ ولسوالۍ د شېراباد کلي اوسېدونکي وايي، د نیختي کلي هزاره اربکیانو د ابراهیم په نامه د یوه تن پر کور برید کړی، یوه مېرمن، یو ماشوم او یو ځوان یې وژلي، د دې کورنۍ دوه غړي یې ټپیان کړي او دوه نور یې ژوندي وړي دي.

لاریون کوونکي له حکومت غواړي، چې د وژل شویو پوښتنه دې وکړي او ژوندي نیول شوي خلک دې ژر تر ژره راخوشي کړي.

له تېرو درېیو ورځو راهیسې د قره باغ ولسوالۍ زرګونه اوسېدونکي د غزني په مرکز کې راټول شوي او د تحصین خیمې یې وهلي دي.

تېره ورځ د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي وو، چې له لاریون کوونکو سره خبرې روانې دي، څو دغه لاریون په سوله ییز ډول پای ته ورسوي.

د غزني سربېره په خوست کې هم د کمپاین عسکرو پر ضد لاریون روان دی او د نادشاه کوټ ولسوالۍ د پېښې په غبرګون کې زرګونه خلک راوتلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د