افغانستان

اېکانومېسټ: عطاء محمد نور له حیرتان بندر په کلني ډول ۹۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): اېکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې ادعا کړې وه، چې د بلخ ګوښه شوی والي عطاء محمد نور د حیرتانو له ګمرکه په کلني ډول ۹۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي.

د مالیې وزرات په ګمرکونو کې اداري فساد مني؛ خو د اېکانومېسټ د وروستي راپور په اړه یې د خبرو کولو نه ډډه کړې ده.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ هم د افغانستان په ګمرکونو کې اداري فساد مني او له حکومت غواړي چې د حیرتانو بندر قضیه دې په شفاف ډول وڅېړل شي.

د دغه بنسټ مشر اکرام افضلي وايي، د حکومت په ټولو برخو کې اداري فساد شته؛ خو ګمرکونه د اداري فساد ځالې دي.

د افضلي په خبره، اوس هم د ګمرکونو ډېر عواید د چارواکو، زورواکو او مافیايي کړیو جېبونو ته ځي او حکومت د دوی پر وړاندې هېڅ اقدام نه کوي.

نږدې دوې اوونۍ وړاندې د روڼتیا نړیوالې ادارې په خپل کلني راپور کې افغانستان یو ځل بیا د نړۍ څلورم فاسد هېواد شمېرلی و.

د بلخ او ارګ ترمنځ د اوږده جنجال پر مهال د بلخ والي ګواښ کړی و، که حکومت پرې د مامورینو پیسې بندې کړې، نو دی به د حیرتانو بندر ټول عواید راوګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

The country of Multi Kings, Ashraf Ghani, Abdullah and Ata Mohammad.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x