افغانستان

ځلاند: ډاکټر غني د ټرمپ د ستراتېژۍ لپاره «اجرتي او قراردادي» دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي، ډاکټر غني د ټرمپ د جنګي ستراتېژي یو «اجرتي او قرادادي» دي.

نوموړي په تازه لیکنه کې د کابل پروسې دویمه ناسته کې د ډاکټر غني پر خبرو تبصره کړې او د جان نېکولسن له څرګندونو وروسته يې د هغه بېرته اوښتی نظر را اخیستی دی.

هغه لیکلي: «د ولسمشر له ورستیو څرګندونو څخه داسې ښکاري چې د سولې طرحه دده خبره نه، بلکه د امریکا له لوري ورکړل شوی راپور وو چې دده په خوله ولوستل شو او د عمل په ډګر کې به هغه څه کیږي کوم چې امریکایي جنرالان یې غواړي.»

استاد ځلاند د ولسمشر له لوري د سولې وړاندې شوې طرحه یوازې دوکه بولي او لیکي، که د ولسمشر تېرو وعدو او کړنو ته نظر وکړو نو ښکاري چې «د ولسمشر دا د سولې طرحه افغان ولس ته یوه داسې دوکه ورکول دي، چې عملي کول یې د ولسمشر له وس څخه بهر دي او غواړي چې په دې کار سره افغانانو ته ځان سپین او د ولس خیرخوا معرفي کړي او د خپلو ظلمونو، وحشتونو او بمباریو پړه پر طالبانو واچوي.»

د کابل پروسې په دویمه ناسته کې د ولسمشر له لوري پر سوله ټینګار وکړ، خو یوه ورځ وروسته جنرال نېکولسن وویل، چې جګړه به تونده کړي او د زور له لارې به طالبان سولې ته اړ کړو.

ځلاند لیکلي: «د نیکولسن له اعلان سره سمدستي د سولې ارمانجن ولسمشر هم د نیکولسن خبرې تکرار کړې او له دفاع وزارت یې وغوښتل چې د طالبانو خلاف د نصرت په نوم ګړندي عملیات شروع کړي.»

هغه د ډاکټر غني په اړه لیکي چې له دې بدلون وروسته لا په ډاګه شوه، چې «دا ښاغلی د افغانانو لپاره د سولې او امنیت راتللو ارمانجن نه دی، بلکې په افغانستان کې د ټرمپ د ناولې ستراتیژي د عملي کولو لپاره یو اُجرتي او قراردادي دی.»

ځلاند په وروستۍ برخه کې یادونه کړې چې باید د «کمونیست نجيب» له تاریخ څخه عبرت اخیستل شوی وای: «دا له تاریخ ناخبره قراردادیان که پوهیدلای نو د کمونست ډاکټر نجیب له تاریخ څخه به یې عبرت اخیست وای، چې له څومره ظلم او وحشت سره سره یې په افغانانو د کریملین جوړه شوې ستراتیژي عملي نه کړلای شوه او بلاخره یې نتیجه کې پخپله په دار وځړول شو.»

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close