افغانستان

حکمتيار: د جګړې په جريان کې سوله نه کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): انجينر ګلبدین حکمتیار وايي، د جګړې په جریان کې سوله نه کېږي، ځکه خو باید یوه سیمه د امن په نامه ونومول شي.

هغه له نیویارک ټایمز سره په تازه مرکه کې ویلي، حکومت باید طالبانو ته څو ولایتونه ورکړي چې هلته هیڅ دولتي او بهرنی ځواک پاتې نه شي.

حکمتیار چې کابل ته له راتګ سره کله نا کله د سولې اړوند تبصرې کوي، دا هم په ډاګه کړي چې په نورو سیمو کې که جګړه روانه وي، پروا نه لري او په وينا يې طالبان به له همدې ځایه د جګړې پلانونه نیسي.

حکمتیار په داسې حال کې دا طرحه وړاندې کوي، چې طالبانو لاهم په کابل کې د سولې پروسې ناستې او په دې وروستیو کې د سولې عالی شورا د څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ويلي.

سره له دې چې طالبان له بهرنیانو سره پر خبرو ټینګار کوي، حکمتیار ویلي افغانان باید پخپلو منځو کې خبرې سره وکړي.

حکمتیار تېر کال د سولې په نوم قرارداد لاسلیک کړ او د روان کال په غويي میاشت کې کابل ته راغی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ګلبدین د خپلو ویناو غلطو بریکړو او دفکری استقرار د نه شتون له مخی. او ټرمب دخبلو خبرو په وخت کی دخبلو حرکاتو له مخی غیر متوازن او لیونی شکاری

نورالدین

نتیجہ داسوہ تاچی دجګړ‎ی پہ جریان کی کمہ معاملہ وکړ‎ہ ھغہ تسلیمی وہ

جمال

هغه نباتات چه تل شنه نه دی یعنی منی کی پاڼی رژوی او ژمی کی ورباندی د ډورمنټ ( د ویدو کیدو موسم )راځی . دا چه په دغه ډارمنټ کی په هغو نباتانو څه ترسره کیږی جلا بجث او دلته ورته نوره اړه هم نشته . ګلبدین اوس په هماغه ډارمنت موسم ( ویده کیدو ) موسم کی دی ، امریکا دا مهره ساتلی دا به هغه وخت کاروی چه د طالبانو سره یی روغه چوړه د ناامیدیو سره مخ شی . نو ګلبدین په دی ډارمنت موسم کی داسی خبری کوی لکه څوک چه خوب ګوری . خوب… نور لوستل »

فولاد

د تبصرې د لیکونکي تعصب تر پوندو رسیدلی، غرق شئ چې حکمتیار مو په ګټه خبره هم وکړي بد ېې بولئ. حکمتیار ستاسو په ګټه هغه کارونه کوي چې تاسو ېې سل کاله وروسته هم نه شئ کولای . حکمتیار به د غوايي په میاشت کې کابل ته تللی وي خو د لیکوال په دې میاشت کې تولد شوی دی. که تاسو په افغانستان کې خپل امن ځای ولرئ پاکستان ته به ولې محتاج وئ؟

فولاد

دا جمله لږ تحلیل کړئ (حکمتیار چې کابل ته له راتګ سره کله نا کله د سولې اړوند تبصرې کوي، دا هم په ډاګه کړي چې په نورو سیمو کې که جګړه روانه وي، پروا نه لري او په وينا يې طالبان به له همدې ځایه د جګړې پلانونه نیسي.) د لیکوال شحصیت معلوم کړئ

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x